حکمتیار: حکومت د دې پځای چې بندیان مو خوشې کړي نور یې راڅخه بندیان کړي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۴ فرید افغان)
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن په یوه خبري غونډه کې په ګډحکومت یو لړ نیوکې کړې .
نوموړي ویلي چې ولسمشر غني د هوکړې له مخې باید له حکومت سره بندي حزبیان خوشي کړي وای او د وسله والو فعالیتونو په تور یې باید د حزب اسلامي نور مشران او قومندانان نه وی نیولي.
خو د نوموړي په وینا چې حکومت نه یوازې چې بندیان یې نه دي خوشي کړي، بلکې د وسله والو فعالیتونو په تور یې د حزب اسلامي د قومندانانو د نیونې لړۍ ته لا هم ادامه ورکړې ده.
حکمتیار وویل چې که څه هم افغان دولت د حزب اسلامي سره د سولې تړون د مادو په عملي کې پاتې راغلی؛ خو دده په مشرۍ ګوند به د افغان دولت ملاتړ پرې نږدي.
نوموړي پر ګډحکومت نیوکې کړې دي او په وینا یې چې ګډه اداره دخپلو ټلو مخالفینو په وړاندې کمزورې او بې وسه ده.
حکمتیار وویل چې حکومت د سولې په پروسه کې جدي او اغیزناک ګامونه ندي اخیستي او په خبره یې چې که حکومت دوه مخي ونکړه نو سوله به خامخاراتلونکې وي
دیادونې وړ ده چې نوموړي تیرکال له ګډحکومت سره د سولې په نامه موافقتنامه لاسلیک کړه چې د ګوند مشرانو یې په ځلونو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د حکمتیار تر عملي راتګ وروسته حکومت لا هم په کړیو ژمنو وفا نده کړې او لا یې هم پرې محدودیتونه وضعه کړي دي.
خو نوموړی لا هم ځان دولت ته ژمن بولي،تر دې چې تیره اونۍ یې حکومت ته ټټر وواهه چې په شپږو میاشتو کې دننه به په شمال کې امنیتي ستونزې له منځه وړي، چې حکومت یې دې وړاندیز ته هم کوم اهمیت ورنکړ
شنونکي وایي ګډ حکومت غواړي دخپلې بقا لپاره له حزب اسلامي څخه د دفاعي قوې په حیث د خپلو ټولو وسلوالو او سیاسي مخالفینو په مقابل کې کار واخلي.

















