ایران: یوه سرتیري په مخامخ ډزو کې خپلو ۱۲ ملګرو ته مرګ ژوبله واړوله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۶ فرید افغان)

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دې هیواد د پوځ یوه افسر په خپلو ملګرو د ټوپک شپیلۍ ور اړولې او ۱۲ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
ایراني رسنیو د دې هیواد د چارواکو له خولې لیکلي دی چې یاد سرتیري د شوئنګ رنج په سیمه کې په ناڅاپي ډول خپل ۴ تنه ملګري وژلي او ۸ تنه نور یې سخت ټپیان دي .

ایراني رسنیو ویلي چې یاد سرتیري د ځان وژنې هڅه کړې ده.
پولیسو ندي ویلي چې یاد پولیس دا برید په کومه انګیزه ترسره کړی دی.
د یادونې وړ ده چې دا لمړی ځل ندی چې د ایراني پوځ ترمنځ خپل منځي نښته کیږي، بلکه تر دې مخکې هم د ایران په ځینو پوځي مرکزونو کې په ځلونو ورته پیښې شوې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button