د راشد خان له لوبډلې دوهمه سيالي هم د نبي لوبډلې وګټله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۶)

د سي پي ال د سياليو په لړ کې د يک شنبې د ورځې لوبه د راشدخان له لوبډلې د محمد نبي لوبډلې وګټله.

په دې لوبه کې د راشد خان لوبډلې امازان واریرز ټاس ګټلی خود توپ وهنې پریکړه یې د محمد نبي لوبډلې سنټ کېټس ته یې ورکړې ده.
د محمد نبي لوبډلې سنټ کېټس په ۲۰ اورونو کې ۱۳۲ منډې وکړې، خو د راشد ارمان لوبډلې ورته ټاکلی هدف پوره نه شو کړای.
د راشد ارمان لوبډلې یوازې ۱۲۸ منډې وکړې او لوبه یې په څلورو منډو بایللې ده.
راشد خان په څلورو اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او کوم لوبغاړی یې نه دی سوځولی، خو وړمه ورځنۍ سيالۍ کې یې بیا په څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې وې او کوم لوبغاړی یې هم ونه سوځاوه.
د CPLپه دغې لوبه کې محمد نبي په څلورو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه.

محمد نبي وړمه ورځ په څلورو اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې وې، خو کوم لوبغاړی یې نه و سوځولی.

دا دواړه لوبډلې نن دوشنبه ویسټ انډیز ته روانیږي چې د کارابین کرکټ لیګ نورې سیالۍ هلته وکړې.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button