کراچۍ ته په نظامي توکو بار درییمه امریکایي بیړۍ هم ورسیده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۶ فریدافغان)
راپورونه وایي چې د افغانستان میشتو امریکایي پوځیانو لباره له تجهیزاتو او وسایلو بار درییمه بیړۍهم د کراچۍ تر بندر پورې رسیدلې ده.
پاکستاني رسنۍ د سرچینو له قوله وایي چې په دغه بېړۍ کې سلګونه ټنه، وسلې او نور تجهزات راوړل شوي دي، خو چارواکو یې تر اوسه جزیات نه دي خپاره کړي.
ویل کیږي په یاده بېړۍ کې، موټرونه، ټانکونه، وسلې او ځينې نور شیان راوړل شوي دي.
دا پداسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې هم د امریکايي، ځواکونو د تجهیزاتو دوه بېړۍ دغه بندر ته راغلې وې.چې په یوه کې یې د نورو تجهیزاتو تر څنګ ۶۰۰ ټانکونه هم راوړل شوي وو.
د کراچۍ بندر د امریکایي ځواکونو د تجهیزاتو د حمل او نقل تر ټولو مهمه لاره ده چې د امریکا له یرغل له پیل څخه بیا تر دا مهاله کارول کیږي.
باید وویل شي چې د امریکا په کانګرس کې د افغانستان په اړه پراخ اختلافات په پنځیدو دي د ټرمپ ګډون یو شمیر چارواکي د افغان جګړې پایښت غواړي، خو د دفاع وزیر او ځینې نور د کانګرس غړي بیا د سرتیرو د زیادت تکل لري او ټاکل شوې ده چې د ۴ زرو په شاوخوا کې تازه دمي سرتیري هم راولیږي.
امریکا دا مهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتېري لري، چې د ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې فعالیت کوي.
رویټرز آژانس په تازه راپور کي ویلي چې په نظامي توکو بار د درییمې بیړۍ راتګ او ترې مخکې د ۶۰۰ ټانګونو راوړل پدې معنا ده چې امریکا غواړي نور هم په افغان جګړه کې ځان ښکیل کړي.



