کابل: چاودنې پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۶)

د کابل ښار په درېيمه حوزه کې پر رينجر موټر چاودنه شوې، چې درې تنو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پوليسو يو تن مشر پاسوال همايون عيني رسنيو ته ويلي، چې چاودنه تېر ماښام د پل سوخته سيمې ته نږدې د ګولايي دواخانې ترڅنګ په رينجر موټر شوې ده.

د دغې چاودنې مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی دی.

طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې چاودنه يې په سيمه کې د ځای پرځای شوي ماين په توسط ترسره کړې او زياتوي، چې په دغه چاودنه کې ۳ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او موټر يې په مکمله توګه ويجاړ شوی دی.

په دې وروستيو کې په کابل ښار کې پر پوليسو او دولتي منسوبينو د طالبانو د چسپکي ماينونو چاودنې او زياتې شوي، چې ډیری امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

-الماس خدرخېل-

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button