د غامدي او غامدیت پېژندنه

ترتیب : شریف الله خالد

د اسلامي تاریخ په  بېلا بېلو برخو کې د پیدا شویو  ځینو ډلو او فتنو لکه خوارج، معتزله، منکرین قران او منکرین حدیث په شان د نن زمانې یوه ستره فتنه الحادی فکر دی چې مقصد یې مسلمه امت د خپل شالید څخه پرې کول  او د اسلام د مبارک دین څوارلس سوه کلن منل شوي دیني میراث نه محرومول دي.

د دې ملحدانه فکر څو ستر اهداف په دی ډول دي:

۱) د قرآن شریف معنوی تحریف کول .

۲) د حدیث او سنت د حجت څخه انکار کول.

۳) د قرآن شریف او ستر لارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د خپل منځي تعلق ختمولو کوشش کول .

۴) اسلامي جهاد ته د دهشت کردئ په نوم ورکولو سره اسلام یوه تروریستی ډله معرفی کول.

۵) اجماع قطعی او د دین د اهمو خبرو څخه انکار کول.

۶) د خیالی او فاسدو تاویلاتو په ذریعه د دینی اصلاحاتو د بدلولو کوشش کول.

د دې الحادی فکر سر لارې جاوید احمد غامدی نومیږي چې د پاکستان پنجاب ایالت په ساهیوال ولسوالئ کې زیږیدلی دی چې وروسته یې ټول فامیل د لاهور په ډیفینس کې هستوګنه غوره کړي  خو نن سبا په کوم خارجی هېواد کې هستوګن دی.

د جاوید احمد غامدی خپل نوم محمد شفیق دی او  ککے زئ کورنئ سره تعلق لري خو وس یې خپل نسب بدل کړی او ځان د یمن یوې کورنئ غامد ته منسوبوي چې لامله یې ځان غامدي نومولی دی.

د خوږ نبی پاک صلی الله علیه وسلم حدیث دی { قال رسول الله صلی الله علیه وسلم کفر بالمرء ادعاء نسب لا یعرفه او جحده و ان دق ّ / مسند احمد  }

ژباړه:  دا کفر دی چې یو کس د داسی نسب دعوی وکړي چې نه یې پیژني یا ورڅخه انکار وکړي که څه هم په وړوکي ډول وي  .

غامدی تر څوارلسم صنفه عصری زده کړي کړي او د هیڅ کومې مدرسې څخه فارغ ندې.

اویایمه لسیزه کې د څو کلنو لپاره د جماعت اسلامی غړی وه او د دې ډلې د مولانا مودودي څخه ډیر متأثره وه بیا یې د مولانا امین احسن اصلاحی سره لار پیدا کړه او د هغه په څو درسونو کې یې ګډون وکړ غامدي که وس څه هم د احسن اصلاحی له نوم څخه سوء استفاده کوي  خو د هغه له نظرئیے سره هم ژور اختلاف لري.

د غامدي یو تن نزدې ملګری مولوی محمد رفیق وائی غامدی سره زما تعلق د هغه وخته دی چې کله ښاغلې ۱۷  کلن ځوان وه څو کلونه سره یو ځای پاتې شوی یو خو نن زه د خپلې مشاهدې او تجربې  له مخې په پوره اطمینان سره وایم چې ښاغلې د دروغ وئیلو عادی دی او د همدې دروغو له امله یې د جماعت اسلامی تحقیقاتی کمیسیون د ګوند غړیتوب ختم کړی وه.

د هرې ورځ په تیریدو سره  غامدی خپل نظریات بدلوي او دې ته یې د فکری ارتقاء نوم ورکړی دی کله خو داسی دعوی هم وکړي چې اهل سنت والجماعة سره زما هیڅ اختلاف نشته صرف د تعبیر اختلاف دی مګر اهل علم پوهیږي چې په دینی نصوصو او مسلماتو کې د ” تعبیر” اختلاف تر کفره هم رسیږي لکه قادیانیان قرآن شریف مني خو د خاتم النبین غلط تعبیر هغوئ تر کفره رسولي دي.

همداډول غامدی وائی  چې زه د دین په اجتهادی اصولو کې د اهل سنت والجماعة مطابق روان یم نو سوال دا دې چې کله ستا اصول او د اهل سنت اصول یو ډول دي نو څنګه ممکنه ده چې اهل سنت د خپل اصولو په نتیجه کې هدایت ومومي او ته د ګمراهئ په تیارو کې لالهانده ګرځي لکه اهل سنت علماء چې خپل دینی اصول کارولي نو د اسلام څخه مرتد ته یې د مرګ سزاء ټاکلي خو د قرآن شریف او حدیث په مطالعه کې که همدا اصول تا کارولي نو د مرګ په  سزاء  دی د یهودی علماوو په څیر لاس ایښی او تری تیر شوی یې !!!

د غامدي فکر څو ګمراه عقیدي

۱) د غامدي فکر له مخې صرف په الله او اخرت یقین لرونکې د جنت حقدار دی هغه که کافر وي که مسلمان؛ په  ملائکو، اسماني کتابونو او رسولانو باندې ایمان شرط ندې.

۲)  د غامدي فکر له مخې مسلمانانو ته  په موجوده تورات، زبور او انحیل باندې ایمان لرل ضروری دي او قران شریف یې مطالبه هم کوي < العیاذ بالله > خو مولانا امین احسن اصلاحی ( چې غامدی یې د ځان رهنماء ګڼی )  په خپل تفسیر کې لیکلي چې د قرآن شریف نه بغیر په نورو اسمانی صحیفو کې د ژباړو په نوم ډیر تحریفونه شوي چې وس یې معلومول اسانه ندي.

۳)  د غامدي فکر له مخې قیامت ته نزدې د عیسی علیه السلام نزول بیا ممکن ندې.

۴)  د غامدي فکر له مخې د ښځو پرده کول کوم شرعي حکم ندې بلکې  یو رواج دی

۵)  د غامدي فکر له مخې چاته کافر وئیل د پیغمبرانو قانوني کار وه او وس چاته کافر وئیل جائز ندي

۶)  د غامدي فکر له مخې ښځه د سړیو امامت هم کولی شي

۷)  د غامدي فکر له مخې ساز سرود او سندري اوریدل جائز دي

۸)  د غامدي فکر له مخې د مسلماني ښځې نکاح هندو هلک سره جائز ده

۹)  د غامدي فکر له مخې قیامت ته نزدې د امام مهدي په نوم څوک راتلونکي نشته

۱۰)  د غامدي فکر له مخې د اسلام شریعت د نفاذ هیڅ کوم شرعی حکم نشته دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button