احمدسعیدي: د سي آی اې مشر د ګډحکومت مشرانو ته سختې خبرې کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۷ فرید افغان)
د سیاسي چارو څیړونکی او مشهور نقاد احمدسعیدي په یوه تفصیلي مقاله کې چې د امریکا د ملي امنیت د مشر مایک پمپیو د پټ راتګ په اړه یې کړې ده په ځینو مهمو ټکو رڼا اچولې ده.
نوموړي ویلي دي چې کره معلومات لري چې د امریکایي استخباراتو مشر، د ولسمشر غني او داکتر عبدالله سره سختې خبرې کړې ، هغوی یې تهدید کړي او سپکې ویناوې یې ورته کړې دي.
سعیدي لیکلي چې ټول پوهیږي چې امریکا دلته خپلې موخې لري، نه د افغانستان غم ورغلی نه د خپلې لاسپوڅې ادارې، چې د ملي وحدت مشران هم پدې پوهیږي خو عارفانه تجاهل کوي.
نوموړي ویلي امریکا ته د منځنۍ آسیا او په تیره بیا د افغانستان کانونه، پټې ذخیرې او نور قیمتي توکي چې د دې هیواد په سردرو کې پراخ شتون لري دومره مهم او ارزښتناک دي چې د دې لپاره غواړي دا جنګ نور هم تیز او پیچلی کړي.
د احمدسعیدي له قوله اوسنۍ امریکا مخ پر انزوا روانه ده د نړۍ د مشرۍ استکبار یې له مغزو وتلی او اوس د نړیوال جنګ جهاني لپاره تابیا نیسي.
سعیدي چې ډیری وخت د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې پلوي کوي په خپله لیکنه کې ویلي چې د داعش په نامه تکفیري ډله د ځینو استخباراتي کړیو په مټ مخته روانه ده چې ځینې دولتونه او ځینې شخصي ډلې ټپلې یې د خپلو موخو لپاره روزي او تمویلوي یې.
نوموړي په آخر کې د توصیې په ډول ویلي چې امریکا دې د خپلو افغان ملګرو سره ښه رویه کوي او که امریکا د ګډحکومت مشرتابه ته همداسې پټ ګواښونه کوي او افغانستان ته د مقبوضه دولت په څیر ګوري ښایي دا ستراتیژي یې په زیان تمامه شي ځکه داسې خلک شته چې د خپل وطن دفاع له همدې امریکایانو څخه کوي چې بیا به یې د ماتې پړه خپله د همدوی په غاړه وي.
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د بلخ والي له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره هم ورته خبره کړې وه او ویلي یې ؤ چې امریکایانو دوی د خپلو موخو لپاره وکارول او اوس یې لکه د پیپسي بوتل لرې ګذار کړل



