ټرمپ پر شمالي کوريا د بريد ګواښ وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۸)
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، که شمالي کوريا امریکا ته پر ګواښونو دوام ورکړي نو پر دغه هېواد به بريد وکړي.
نوموړي ويلي، چې شمالي کوريا به له داسې (اور او غوسې) لاندې ونيسي چې له دې وړاندې يې په نړۍ کې بيلګه نه وي ليدل شوي.
ټرمپ د امريکا په نيوجرسي ولايت کې رسنيو ته وويل: (که شمالي کوريا امریکا ته له ګواښونو لاس وانه خلي له داسې بريد سره به مخ شي چې تر دې وړاندې يې په نړۍ کې ساری نه وي ليدل شوی).
ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې پر شمالي کوريا د بريد ګواښ کړی، چې وړمه ورځ پيونګ يانګ ويلي و، که امريکا د دغه هېواد پر وړاندې له دښمنيو ډکو سياستونو څخه لاس وانه خلي، ترهغې به خپلو توغنديزو ازموينو او اتومي پروګرام جوړولو ته دوام ورکړي.
شمالي کوريا وايي، که امريکا پر دغه هېواد برید وکړ، داسې ځواب به ورکړي چې اينده کې ورته عبرت وګرځي.
د امريکايي رسنيو د راپورونو له قوله، چې شمالي کوريا د امريکا د اټکل خلاف ډېرې قوي اتومې وسلې جوړې کړي، آن تر دې چې کيمياوي سروکي هم لېږدولی شي.
شمالي کوريا د تېرې مياشتې په وروستيو ورځو کې اعلان وکړ، چې داسې توغندی يې وازمايه چې د نړۍ هر ګوټ او د امريکا څلور ښارونه ډينور، لاس انجلس، شيکاګو او نيويارک ته ځان رسولی او هدف په نښه کولی شي.
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ګواښ سره هممهال شمالي کوريا ویلي چې د امریکا اړوند ګوام ته د توغندي توغول ارزوي.
د شمالي کوریا خبري اژانس وايي، ګوام ته د منځني واټن توغندي پر توغولو غور کوي.
ګوام په ارام سمندرګي کې پرته سیمه ده چې د امریکايي پوځ د بم غورځوونکو یوه ستراتیژیکه اډه هم پکې ده.
-الماس خدرخېل-



