طالبان: که امریکا رښتینی حل غواړي، نو لاره شته

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۸) طالبانو د دې سرليک لاندې چې (که امريکا ريښتينی حل غواړي، نو لاره شته) په خپله رسمي پاڼه کې اوونيزه تبصره خپره کړې چې د طالبانو رسمي نظر څرګندوي.

څه موده وړاندې راپورونه خپاره شول، چې امريکا له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ويستلو په اړه غور کوي.

طالبانو هم دغه تبصره له هېواده د بهرنيو ځواکونو ويستلو ته ځانګړې کړې او ويلي يې دي که امريکا په ريښتيني ډول له افغانستانه د خپلو عسکرو ويستل غواړي نو حل لاره يې شته او دوی د دې کار هرکلی کوي او په خبره يې چې تيار دي د بحث وړ په ټولو اړخونو ورسره خبرې وکړي.

طالبانو په خپله اوونيزه تبصره کې ويلي چې دا د افغانستان تر ټولو اوږده جګړه ده او د ليکوال په خبره چې امريکا د ۷۸۰ ميليارده ډالرو په لګولو سربيره په افغانستان کې د نړۍ په سطحه ترټولو فاسد حکومت رامينځته کړ، چې د ديموکراسۍ تر نوم لاندې ظلم، بې عدالتي، د مخدراتو توليد او قاچاق قومي او مذهبي اختلافات غلاوې او سړي تښتونې يې ورځنی دود ګرځېدلی دی.

د طالبانو په وينا، که امريکا همدومره مصرف نور هم وکړي نو دې نتيجې ته به ورسېږي چې دا (يوه بې مفهومه او ملاماتوونکې جګړه وه) او په خبره يې چې امريکا له يوې ډلې سره نه بلکې له يو ملت سره په جګړه بوخته ده.

طالبانو په ورته وخت کې نړيوالو ته ډاډ ورکړی او ويلي يې دي چې (د چا په کورنيو چارو کې مداخله د اسلامي امارت تګلاره نه ده) او دغه راز وايي چې د افغانستان له نيمايي څخه زياته ښاوره د دوی تر ولکې لاندې ده، خو سربيره پر دې يې د يرغلګرو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخله نه ده کړې او هغوی ته يې ستونزې نه دي جوړې کړي.

طالبانو امريکايي شخصي کمپنۍ بليک واټر د (امريکايي اربکيانو) په نوم ياد کړي او ويلي يې دي، چې امريکايي جنرالان خپل ولس او ولسمشر ته غير واقعي تمه ورکوي ترڅو افغانستان ته اضافي عسکر يا د بليک واټر په نوم د شخصي کمپنۍ پوځيان ولېږي نو جګړه به وګټي، خو طالبان وايي که دغه تګلاره پلې هم شي، يواځې جګړه اوږېدلی شي خو ختمېدلی نه شي، ځکه چې افغانان د خپل هېواد د ازادې د هلو ځلو په لاره کې نه ستړي دي او نه ناتوانه.

طالبان وايي، دوی د هیواد آزادۍ او د خپلو معتقداتو مطابق نظام جوړول غواړي او دا خپل حق بولي، دوی زياتوي، چې ددې حق لپاره خپلو سوله ایزو سیاسي او جهادي هلو ځلو ته به ادامه ورکړي.

د طالبانو اوونيزې تبصرې په پاي کې ليکلي چې (اسلامي امارت د افغانستان د مسئلې رښتينی حل غواړي) او زياتوي (که امريکا هم غواړي چې دافغانستان جګړه پای ته ورسیږي او واقعي حل یې پیدا شي، نودافغانستان اشغال دې پای ته ورسوي).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button