پاکستان: د يو افسر په ګډون څلور پوځيان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۸): د پاکستان خيبرپښتونخوا په دير سيمه کې د وسله وال بريد په ترڅ کې د پاکستاني پوځ د استخباراتو د يو افسر په ګډون څلور پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی ځواکونو د دير ولسوالۍ د شيروت په سيمه کې د وسله والو په يوه مرکز چاپه واچوله او په مهال يې يو تن وسله وال ځان ته چاودنه ورکړې او نورو ډزې پيل کړې چې پوځ ته يې هم ځاني تلفات اړولي دي.
د سرچينې په وينا، په دغه چاودنه او بريدونو کې د يادو عملياتو مشر ميجر علي سلمان او درې نور پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي، چې په دغه عملياتو کې يې يو وسله وال ژوندی نيولی، يو ځان ته چاودنه ورکړې او بل په خپله خپل ځان په ډزو سره وژلی دی.
تر اوسه د دغه بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.



