چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

پخوانى ارګ؛ اوسنى دارالحرب!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 9, 2017
کټګوریانې: سرمقاله
0
14
ځلې شریک شوی
175
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرليکنه

دوه ورځې دمخه د سرپل ولايت صياد ولسوالۍ اړوند د ميرزاولنګ سيمه طالب وسله والو له دولتي ځواکونو ونيوله. د کابل په رسنيو کې غوغا جوړه شوه چې ګوندې طالب وسله والو د يادې سيمې خلک نيولي او وژلي یې دي. په کابل کې يو شمېر رسنۍ اوس يوازې د تبليغاتو دنده پر مخ بيايي، خپل رسنيز رسالت یې پرېښى دى، تبليغاتو ته د راپورونو بڼه ورکوي چې تر ډېره حده پرې زيات شمېر لوستونکي پوهېدلي او بې باوره شوي دي.

طالب وسله والو تېره سه شنبه دا سيمه له دولتي ځواکونو څخه په ٤٨ ساعتونو کې ونيوله. کومه سيمه چې ونيول شي، د هغې سيمې اوسېدونکو ته بنديان نه ويل کېږي او هم  که د جګړې له ډګره بل ځای ته وکوچېږي، هغه بنديان نه، بلکې د جګړې له ډګره تللي بلل کېږي.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

د ميرزاولنګ سيمه د سرپل ولايت صياد ولسوالۍ کې واقع ده او له مرکزه نږدې شل کيلومتره فاصله لري. د جګړې له امله له کورونو وتلي وګړي یې بيا خپلو کورونو ته ولاړل؛ خو حکومت او يو شمېر رسنيو تبليغ کړه چې طالبانو په ياده سيمه کې تر ١٥٠ زیات کسان وژلي او نږدې دوه نيم سوه یې برمته کړي وو چې برمته شوي کسان یې بېرته راپريښي دي.

دا مهال د هېواد په ١٤ ولاياتو کې جګړې روانې دي؛ خو دا چې ارګ ولې د سرپل ولايت ميرزاولنګ سيمې ته پاملرنه وکړه، دا راز شايد يواځې له ارګ سره وي. ځکه په ١٤ ولاياتو کې د روانې جګړې د عملياتو پرېکړې دفاع او د کورنيو چارو وزارتونه کوي، خو د دې سيمې د عملياتو پرېکړه ارګ وکړه.

تېره ورځ په ارګ کې د اشرف غني په مشرۍ، د سرپل ولايت د ميرزاولنګ سيمې د بيا نيولو او پرې د عملياتو پرېکړه له څو نظاميانو سره په ګډه غونډه کې وشوه. دا دی اوس په ميرزاولنګ د امنيتي پوځونو عمليات روان دي.

له هغې ورځې چې له کندهاره کابل ته مرکزيت رانقل شوی دی او څو نظامونو په ارګ واکمني وکړه، په ارګ کې د هېواد د پرمختګ او د نورو هېوادونو له مشرانو سره د هر اړخيزو اقتصادي پياوړتياو پرېکړې کېدې، د يو هېواد له سفير او يا وزير سره به د دوستۍ تړونونه لاس ليک کېدل. هغه وخت ارګ ته دارالامن ويل کېده؛ خو اوس به ورته دارالحرب ويل کېږي. ځکه: د يوې سيمې د نيولو پرېکړه په ځای د دې چې د ولايتي چارواکو يا ولسوال له خوا وشي، اشرف غني خپله د يوې غونډې په رابللو سره د ميرزاولنګ د سيمې د نيولو پرېکړه وکړه.

د سرپل ولايت چارواکو خپله اعتراف کړی دى چې د ميرزاولنګ د سيمې له جګړې تللي وګړي خپلو کورونو ته راستانه شوي دي؛ خو دا چې اوس پرې امنيتي ځواکونو عمليات پيل کړل، هغه راستانه شوي وګړي به په عميلاتو کې ووژني او بيا به یې پړه پر وسله والو طالبانو وراچوي. د سيمې د نيولو لپاره لېږل شوي ځواکونه خو به په خلاص مټ هر ډول درنه او سپکه وسله کاروي، ځکه چې د دې سيمې د نيولو پرېکړه په ارګ (دارالحرب) کې شوې ده.

که اشرف غني په ارګ (دارالحرب) کې له وسله والو څخه د سيمو د خلاصون پرېکړې کوي، نو بيا دې د هېواد له هر ولايت څخه د قومونو علماء، سياسي او قومي مشران را وغواړي؛ له امريکا څخه دې د اشغال شوي هېواد د ژغورلو پرېکړه وکړي چې هيواد له يرغلګرو وژغورل شي.

اشرف غني بايد له خپلو سياسي او نظامي مشاورينو سره په مشوره، له ټرمپه وغواړي چې په نوې ستراتيژۍ کې له افغانستانه د خپلو پوځونو د وتلو مهالوېش وټاکي، څو له طالب وسله والو سره د مذاکراتو لپاره زمينه برابره کړل شي. څه وخت چې له هېواده د بهرنيو پوځونو د وتلو مهالوېش اعلان کړل شي، هغه وخت به له طالب وسله والو سره د مذاکراتو د کاميابۍ او سولې څرګ راښکاره شي.

اشرف غني بايد له ارګه دارالحرب نه، دارالامن جوړ کړي او له هېواده د بهرنيو پوځونو د وتلو په لارو چارو دې په ارګ کې له خپل ولس سره مشورې وکړي.

مخکینې مطلب

طالبان: که امریکا رښتینی حل غواړي، نو لاره شته

بل مطلب

صد ﺧﺼﻠﺖ پیاﻣﺒﺮ صلی الله علیه وسلم

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com