بګرام:څلورو ښځینه امنیتي ساتونکو ته په مخامخ ډزو کې مرګ ژوبله اوښتې ده
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۸ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د بګرام هوايي ډګر پر څلورو ښځینه کارکوونکو ډزې شوې، چې په ترڅ کې یې یوه وژل شوې او نورې ټپیانې دي.
پېښه نن غرمه د بګرام په بازار کې رامنځته شوې ده.
یادو ښځینه پولیسو د بګرام هوایي ډګر کې د تلاشۍ دنده په غاړه درلوده
د پروان امنیې قوماندان محمد زمان مموزي د پیښې د تاید ترڅنګ ویلي چې په پیښه کې دوه تنه شکمن کسان یې نیولي دي.
امنیې قومندان ویلي چې په نښه شوې د بګرام هوايي ډګر د امنیت کارکوونکې دي،او دوه تنه روغې رمټې د برید له ځایه وتلي.
عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې په پیښه کې یوه ښځینه افسره ټپي او درۍ ملګرې یې ځای پرځای وژل شوې دي.
د پیښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې ندی منلی.


















