ټرمپ : غواړم د دروغجنو رسنیو پځای یوه ریښتینې رسنۍ ولرم

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۸ فرید افغان)

راپورونه وایي چې امریکایي ولسمشر داځل په یوه بې ساري قدام کې څرګنده کړې ده چې غواړي یوه ځانګړې رسنۍ ولري چې یواځې ریښتوني نشرات ولري.
ټرمپ د امریکا ټولې غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ دروغجنې او له مکر او فریب ډکې بولي.
امریکایي ورځپاڼو د ټرمپ له خولې لیکلي ‹‹، غواړم یوه مثبته رسنۍ جوړه کړم، چې خلکو ته حقیقتونه ووايي››.
باید وویل شي چې رسنۍ د ملتونو په تسخیر کې څلورمه لویه قوه شمیرل کیږي چې امریکا د افغانستان په ګډون په ډیرو هیوادونو کې د خپل فکر او نظر د ترویج په موخه پرې میلیاردونه پانګونه کړې ده ترڅو د لویدیځ په ګټه تبلیغاتي نیابتي جنګ پرمخ بوځي، ترڅو له یوې خوا د خپلومخالفینو پرضد کمپاین وکړي، او له بل لوري خپلې موخې ترلاسه کړي.

ښایي ټرمپ لومړنی مشر وي چې رسنۍ تر ټولو د ښمنو وسیلو مضره او خطرناکه وسیله بولي او خپله کرکه ترې په ډاګیزه توګه اعلانوي.
ټرمپ د رسنیو تر سختو نیوکو لاندې هم دی، خو دی وايي چې رسنۍ دروغ وایي او دی به داسې رسنۍ جوړه کړي چې یواځې مثبتې خبرې به پکې کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button