ليکونکی : امين وردګ
د مدينې منورې په بانډو کې يو صحابي اوسېدلو چې نوم يې حضرت (زاهر اشجعي) ٶ ، دا صحابي ظاهراً ښکلى نه ٶ ، مګر ايماناً يې هېڅ خاليګا نه لرله.
کله به چې نبوي ښار (مدينې منورې) ته راتلو ؛ نو له ځان سره به يې ارو مرو کليوالې تحفې هم راوړلې او خپل جانان (محمدرسول الله صل الله عليه و آله و سلم) ته به يې وړاندې کولې ، د الله حبيب (صل الله عليه و آله و سلم) به هم (د هغه د تګ پر وخت) مدني تحفې ورکولې .
يوه ورځ حضرت زاهر (رض) د يوه دوکان مخې ته ولاړ ٶ چې : ناګهانه يې چا (د شا له خوا) په سترګو لاسونه ورکېښوول ، حضرت زاهر (رض) لږ چوپ شو ؛ مګر داسې يوه خوشبويې يې احساس کړه چې: بل وخت يې هېڅ نه وه محسوسه کړې ؛ نو يې د نيوونکي په لاسونو باندې خپل لاسونه ور کېښودل ؛ دا وخت پوه شو چې : سردار د عالم (صل الله عليه و آله و سلم) يې په سترګو باندې مبارک لاسونه ور ايښي دي ، نو ده هم _له موقع نه په ګټه اخيستلو سره_ ځان ښه ورنژدې کړ ؛ تر دې چې : تشى يې د هغه مبارک (ص) له تشي سره و نښت .
دې وخت کې د الله حبيب (صل الله عليه و آله و سلم) ناره وکړه چې : “څوک غلام اخلئ ؟”
حضرت زاهر (رض) ورته وويل : اې د الله رسوله ! زما درته اجازه ده ، و مې پلوره !
خو ګټه به ځکه و نکړې چې: غلام د بدرنګ دى او څوک به يې په ښه قيمت درنه و نه پېري !.
_ شمائل ترمذي


















