لاريونکوونکي: امريکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم افغانان وژني

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۰)
نن په کابل کې د امريکا پر ضد لاريون ترسره شو او دغو لاريوونکو ادعا کوله، چې امريکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه عام افغانان وژني.
دغه راز لاريوونکو وويل، چې د جګړې او ناامنيو ستر لامل امريکا ده او بايد له افغانستانه ووځي او ورسره شوی امنيتي تړون دې لغوه اعلان شي.
د دغه لاریون يو تن تنظيموونکي وايي: (چې امريکا د ترهګرۍ په پلمه خپلې موخې لټوي، عام افغانان وژني او د ګډ حکومت مشران یې هم پر وړاندې چوپه خوله دي او په خبره يې خلک هره ورځ د وژلو توان لري دا لړۍ دې ختمه شي).
لاريونوالو د امريکا او په افغانستان کې د هغوی په لاس د جوړ شوي ګډ حکومت د مشرانو پرضد شعارونه ورکول.
سلګونه تنه لاريونکونکي چې د کابل زرنګار پارک ته څېرمه راتول شوي و وويل، چې اوسنی حکومت د امريکا لاسپوڅی، داعش او طالبان د امريکا پروژې دي.



