کیوبا: امریکایي دیپلوماتان په حیرانونکي او ناڅاپي ډول کاڼه شوي دي

(کابل ټکی کام ۲۳۹۶ زمری ۱۸ فرید افغان)
راپورونه وایي چې څو تنو امریکایي دیپلوماتانو د کیوبا په هیواد کې په ناڅاپي ډول د اوریدلو حس له لاسه ورکړی .
د امريكا د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هيتر ناورت رسنیو ته ویلي چې د هوانا په آیالت كې د امريكايي ډيپلوماټانو د كڼېدلو د لامل په اړه كره شواهد نه لري، خو د تېر كال راهيسې د سفارت د كار كوونكو لخوا د غوږونو د درد شكايتونه پيل شوي دي چې آن تر دې چې ځيني ډيپلوماټان د غوږونو د دردونو له کبله بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
امريكايي چارواكو دې مرموزې پېښې ته په ځواب كې، په واشنګټن كې د كيوبا د سفارت ۲ تنه ډيپلوماټان له خپل هېواد څخه شړلي.
کیوبا د دې پیښې په اړه ویلي چې هیواد یې د بهرنیو دیپلوماتانو پرضد هیڅ کړنه نده ترسره کړې او نه به چاته د داسې پیښو اجازه ورکړي
کیوبا د امریکا لخوا د ۲ دیپلوماتانو شړل هم غندلي او دایي احمقانه چاره بللې.
امريكايي چارواكو ویلي چې د پېښې په اړه يې هر اړخیزې څېړنې پيل كړي دي.
باید وویل شي چې کیوبا او امریکا تر منځ ترینګلې اړیکې لاهم پخپل ځای دي او ویل کیږي د دیپلوماتانو کڼیدل هم د هغه هیواد د چارواکو لخوا کومه دسیسه وي.



