شمالي کوریا او امریکا په احتمالي جګړه کې به نور هیوادونه دچا ملاتړ کوي؟!

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۰ فرید افغان)
په دې وروستیو کې د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ اړیکې خورا پیچلي پړاوو ته رسیدلې، امریکا شمالي کوریا ته اخطار ورکړی چې له اورونو سره دې لوبې نکوي، خو د شمالي کوریا پوځ بیا ویلي چې د اګست په نیمایي کې د ګوام په جزیره کې د امریکایي اډې د ویشتلو پخاطر د خپل ولسمشر وروستي امر ته انتظار باسي.
یوه امریکایي جنرال بیا تیره ورځ ګواښ وکړ چې امریکا به په څو شیبو کې دا هیواد له خاورو سره خاورې کړي.
په اتومي وسلو، او پرمختللو وسلو سنبال دا هیواد د امریکا له میلوني وسلوال ځواک سره د مقابلې ډغرې وهي خو پوښتنه دلته داده چې که د دې دواړو هیوادونو تر منځ جګړه ونښلي د ناټو اتحاد، چین او ورته نور هیوادونه به د امریکا که د شمالي کوریا طرف وکړي ؟ .
راځئ پدې راپور کې یې ولولئ!
چیـــن:
داسې ویل کیږي چې ښایي چین د شمالي کوریا تر څنګ او د ناټو اتحاد یې پرضد ودریږي
د چین د دولتي رسنۍ ګلوبل ټایمز، په یوه تبصرې کې راغلي دي: «که امریکا متحده ایالات او سویلي کوریا پر شمالي کوریا باندې د افغانستان په څیر جابرانه برید وکړي او په دې ترتیب سره د دې هیواد د رژیم د ړنګولو او په کوریا ټاپو وزمه کې د سیاسي جوړښت د بدلون هڅه وکړي، نو چین به د دې کار مخه ونیسي.»
خو ورځپاڼې بیا واضحه کړې ده چې چین به هغه مهال بې پرې پاتې شي که شمالي کوریا وار مخکې کړ .
ورځپاڼه لیکي « که پیونګ یانګ لومړي پر امریکايي خاورې باندې توغندي وتوغوي او د هغه پر وړاندې واشنګټن غبرګون وښيي، نو په دې صورت کې به چین بې طرفه پاتې شي.»
پدې وروستیو کې چین هم د امریکایانو ملګرتیا پیل کړې او په شمالي کوریا وروستیو بندیزونو ته یې مثبته رایه ورکړه.
له دې سره همهاله د چین د بهرنیو چارو وزارت تیره اوونۍ له امریکا متحده ایالاتو او شمالي کوریا څخه وغوښتل چې یو بل ته دې ګواښونه نکوي ترڅو وضعیت یو څه آرامه شي او بیرته خبرو اترو ته سره کیني.
پاتې هیوادونه د چا تر څنګ ودریږي؟
د استرالیا لومړي وزیر مالکولم تورنبال، د خپل هیواد یوې راډیو ته ویلي دي چې «هیواد به یې د امریکا تر ټولو بیاوړی متحد وي».
جنوبي کوریا هم ویلي دي چې سویل او واشنګټن چمتو دي چې شمالي کوریا ته سخته سزا ورکړي.
د جاپان د دفاع وزیر هم د پنجشنبې په ورځ وویل چې توکیو هیڅ کله هم د شمالي کوریا ګواښونه نه شي زغملی.
ناټو به څه وکړي؟
د ناټو د تړون د پنځمې مادې له مخې ویل شوي چې ‹‹که د ناټو یو غړی هیواد تر برید لاندې راشي، نور غړي یې باید مرسته وکړي.››
په ناټو اتحاد کې آلمان د امریکا او شمالي کوریا خپلمنځي ګواښونه خطرناک بللي او د سختو عواقبو خبرداری یې ورکړی دی
ډیری امریکایي چارواکي بیا د دې احتمالي جګړې عواقب «له لوی مصیبت سره مل» بولي. چې امریکا او شمالي کوریا دواړه به یې یو ډول بیه پرې کوي



