بلوچستان: په پوځي موټر خونړۍ چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۲ فرید افغان)

د راپورونو په آساس د پاکستان د بلوچستان ايالت کوټې ښار کې د پاکستاني پوځيانو په يوه موټر درنه چاودنه شوې، چې پکې د ٨ پاکستاني پوځيانو په شمول ١٥ تنه وژل شوي، او ٢٥ ټپيان شوي دي.
د عیني شاهدانو له قوله چاودنه د پشین په تمځای کې رامنځته شوې چې له امله یې یو شمیر موټرو هم اور اخیستی .
د پاکستان د پوځ وياند جنرل آصف غفور ویلي چې د پوځيانو ټرک په ګزمه بوخت بوخت ؤ چې پرې دا چاودنه ترسره شوې ده
د ده له قوله ٨ پوځيانو په شمول ۱۵ تنه وژل شوي او ٢٥ نورټپیان دي.
بلخوا د بلوچستان د کورنیو چارو وزير سرفراز بګټي ويلي چې په چاودنه کې تر څلویښتو ډیر کسان مړه او ژوبل شوي.

د پیښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نده منلی، باید وویل شي چې څو اونۍ وړاندې هم په دې ښار کې په پاکستاني پوځیانو مرګونی برید شوی ؤ چې مسؤلیت یې پاکستاني طالبانو منلی ؤ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button