یمن کې پوځي چورلکه نسکوره شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۲): د متحده عربي امارتو د پوځ سرچينې وايي، چې په یمن کې د دغه هېواد پوځي چورلکه نسکوره شوې، چې په ترڅ کې د اماراتو څلور پوځيان وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، ياده چورلکه د شبوه په ولايت کې د تخنیکي ستونزو له امله نسکوره شوې او د اماراتو څلور پوځيان پکې وژل شوي دي.

که څه هم د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ائيتلاف وايي، چې پېښه د تخنيکي ستونزو له امله رامنځته شوې، خو تر اوسه لا معلومه نه ده چې دغه چورلکه ويشتل شوې او که تخنيکي عوارض يې لرل.

د يمن په شبوه ولايت کې د امريکا او عربي اماراتو ګډ ځواکونه د انصارالشريعة ډلې پرضد پر عملياتو بوخت دي.

ځينې يمني سرچينو ويلي، چې ياده چورلکه له نسکورېدو وروسته په مکمله توګه ويجاړه شوې ده.

د ورکړل شويو راپورونو له مخې، د يمن په شبوه ولايت کې له تېرې څه مودې راهيسې امريکايي پوځيان په ځينو مهمو ځايونو کې ميشت شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button