د بادغيس غورماچ ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۲): ولايتي چارواکي وايي، چې د بادغيس ولايت غورماچ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړ.
د دغه ولايت د والي وياند جاويد بيدا هم د طالبانو له لوري د ولسوالۍ نيول تائيدوي او وايي، چې ياده ولسوالۍ نن د دولتي ځواکونو له واکه وتلې ده.
د نوموړي په وينا، ياده ولسوالۍ له تېرو دوو ويشتو ورځو راهيسې د طالبانو له سختې کلابندۍ لاندې وه او په خبره يې چې د چارواکو د بې غورۍ له امله ياده ولسوالۍ د دولتي ځواکونو له لاسه ورکړه.
له بلې خوا طالبانو د يادې ولسوالۍ نيول منلي او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په ياده ولسوالۍ يې د شپې له يوولس بجو څخه د سپکو او درنو وسلو بريدونه پيل کړل چې تر سهار يوولس بجو پورې يې دوام وکړ.
په خبرباڼه کې راغلي، چې د دوی وسله والو د يادې ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا ديارلس دفاعي پوستې په مکمله توګه نيولي دي.
طالبان وايي، په دغه جګړه کې ګڼو دولتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې او زياتوي چې په زياته اندازه وسلې او نور پوځي توکي هم د دوی لاسته ورغلي دي.
د سرچينې په وينا، چې ځينې تښتېدلي عسکر د يادې ولسوالۍ په څلور کيلو مترۍ کې په يوه قرارګاه کې تر کلابندۍ لاندې.
تر اوسه د وژل شويو او ټپيانو په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
تر دې مخکې هم ياده ولسوالۍ د طالبانو له لوري دوه ځل نيول شوې وه، چې بيا بيرته امنيتي ځواکونو ونيوله.



