د پوليسو له خوا په بيګار شويو استادانو او شاګردانو چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۴): د ارزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې د پوليسو له لوري په بيګار شويو د يوې ليسې پر استادانو او شاګردانو چاودنه شوې، چې لسو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي عبيدالله بارکزي رسنيو ته ويلي، چې د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان اسدالله تېره ورځ د ليسې يو شمير زده کوونکي او استادان په سيمه کې د پوستې جوړلو په موخه راټول کړي و.

نوموړی وايي، چې د پوستې جوړولو پر مهال ماين چاودنه شوې، چې په ترڅ کې يې د محمد بصير په نوم يو ښوونکی او يو زده کوونکی وژل شوی او اته تنه نور ټپيان دي.

عبیدالله بارکزی وایي چې له دې مخکې هم پولیسو ملکي کسان، د زراعت د لیسې محصلین او ښوونکي د امنیتي پوستو جوړولو لپاره بیګار کړي دي.

د هغه په خبره چې نوموړی قومندان (اسدالله) نالوستی کس دی او د يادې ولسوالۍ امنيت نه شي سمبالولی.

په ورته وخت کې د چورې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پرون به چې هرڅوک له ښاره راغلل نو پوليسو به په زوره له ځان سره بيول او پوستې به يې پرې جوړولې.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه پوستې جوړولو پر مهال ماين چاودنې تر ديرشو پورې عام خلک چې زياتره يې د ليسې زده کوونکي دي، ټپيان کړي دي.

د ارزګان مرستيال والي پېښه تائيد کړې خو د نورو جزياتو له ورکولو يې ډډه کړې.

تر اوسه د دغه چاودنې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button