(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۴ فرید افغان)
راپورونه وایي چې طالبانو د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې دحکومتي ځواکونو څخه ډیرې سیمې نیولې او ګڼ پرمختګونه یې کړي.
د چمتال ولسوال حاجي متین رسنیو ته منلې چې درۍ پوستې طالبانو نیولې او د مسجد سفید، نوشهر و علیزایی په شمول څو لوی کلي یې ترخپلې سیطرې لاندې راوستي.
ولسوال ویلي چې یادو پوستو ورته کوم اهمیت نه درلود نوځکه یې پولیسو ته د لږ جګړې وروسته د شاتګ امر کړی.
بلخوا د یادې ولسوالۍ قوماندان وایي، چې عسکرو ته یې په ناڅاپي ډول د شاتګ امر شوی او د ۱۰ کلیو په ګډون ۵ پوستو سقوط کړی دی.
د بلخ امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي ، وسله والو طالبانو له تیرې شپې راهیسې د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ په یو شمېر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه پیل کړي، چې جګړه اوس هم دوام لري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې په تائید سره رسنیو ته ویلي چې په چمتال کې یې ۵ پوستې نیولې او ۲۱ لوی کلي یې تر خپل حاکمیت لاندې راوستي.
طالبانو ادعا کړې چې ځواکونو ته یې د دولتي عسکرو څخه خورا زیاته وسله هم په لاس ورغلې


















