په فراه، او کندوز کې د ۸ تنو امریکایي عسکرو په ګډون لسګونه افغان عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۶ فرید افغان)

راپورونه وایي چې تیره ورځ یې په فراه کې په میشتو امریکایي ځواکونو توغندوییز برید کړی چې یو ټانګ یې ویجاړ کړی او ۵ تنه امریکایي عسکر وژل شوي.
طالبانو د خبر د تائید تر څنګ ویلي چې په یاد برید کې ۳ امریکایان ټپیان شوي هم دي.
طالبانو ویلي چې پاتي نورامریکایي عسکر له همدي ولایت نه دتلفاتوپه لیدلوسره تښتیدلي

بلخوا طالبانو ادعا کړې چې د کندوز په ولایت کې یې د تیرې ورځې په سرتیري برید کې د ۳ امریکایي عسکرو په ګډون ۱۶ کمانډو ځواکونه وژلي او تر ۲۰ زیات استخباراتي کارمندان یې ټپیان شوي دي.
طالبانو همداراز د ۵ ټانګونه او یوه رینجر د ویجاړۍ خبر هم ورکړی.
دولتي چارواکو منلې چې د کندوز په پیښه کې یې ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
خو د آیساف ځواکونو د خپلو تلفاتو په اړه څه ندي ویلي.
باید وویل شي چې په جګړییزو عملیاتو کې د امریکایانو عملي ښکیلتیا یوځل بیا د هغوی تلفات ډیر کړي چې دې چارې امریکایي چارواکي د پالیسۍ په جوړولو کې له خپلمنځي اختلافاتو او سختو ننګونو سره مخ کړي دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button