یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

آسانه نېکيانې (لسمه برخه)

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 17, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
8
ځلې شریک شوی
99
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال : دکتور کفايت الله  (وردګ)

سجدې زياتې کوئ

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

مَا مِنْ عَبْدٍ يَسُجُدُ للهِ سَجْدَةً إلَا كَتَبَ الله لَه بهَا حَسَنَةً، وَحطَ عَنْه بِهَا سَيِئَةً ، وَرَفَعَ لَه بهَا دَرَجَة ، فَاستكثِروا مِن السُجُوْدِ. صحيح الجامع الصغير وزياداته

ترجمه : هېڅ بنده د الله جل جلاله  لپاره سجده نه کوي مګر الله جل جلاله  ورته پدې سجده باندې يوه نيکي ليکي ، يوه ګناه ترې لرې کوي او پدې سره ورته يوه درجه پورته کوي  نو سجدې ډېرې کوئ .

يعني د فرض مانځه سره سره نفلي مونځونه کوئ چې ستاسې سجدې زياتې شي الله جل جلاله   ته سجده کوونکى بنده خوښ وي او د بنده په حالتونو کې ورته د سجدې حالت خوښ دى .

له اور او له نفاق نه نجات

رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي :

مَنْ صَلى لله أَرُبَعينَ يَوْماً فيْ جَمَاعَةٍ ، يُدْرِكُ التَكْبِيْرَةَ الأُولى ، كُتِبَ لَه بَرَآءَتَانِ: بَرَاءَةٌ مِنَ النَارِ وَبَرَاءَةٌ مِنَ النِفَاقِ . صحيح الجامع الصغير وزياداته ترجمه : چا چې څلوېښت ورځې په جمع سره مونځ وکولو پداسې توګه چې لمړى تکبير يې ونيولو نو ده ته به دوه لرې والي وليکل شي يو لرى والى له اور نه او بل لرې والى له نفاق نه .

د ملک دعاء

د الله جل جلاله  په مخلوق کې فرښتې هغه مخلوق دى چې هغوى کله هم د الله جل جلاله  د کوم حکم نا فرماني نه کوي او يوازې هغه څه کوي چې دوى ته يې امر کيږي نو الله جل جلاله  د هغوى دعاء قبلوي  نو بيا به څوک داسې وي چې دا يې نه وي خوښه چې فرښتې دې ورته دعاء وکوي؟  که چاته د فرښتې د دعاء ضرورت وي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي :

مَن دَعَا لأخِيهِ بِظَهرِ الغَيْبِ قَالَ المَلَكُ المُوَكَّل بِه: آمِيْن وَلَكَ بِمِثْلِه. صحيح الجامع الصغير وزياداته

ترجمه : څوک چې د خپل ورور په غياب کې هغه ته دعاء وکوي په سر يې ملک مقرر شوى وي هغه ورته وايي آمين او ستا لپاره هم همدا شان .

يعني چې کله يو مسلمان د بل مسلمان لپاره پداسې حالت کې چې هغه دلته نه وي څه ډول خير وغواړي نو فرښته ورته وايي آمين او ستا لپاره هم همداسې نو بيا ښه نه ده چې مونږ کله بې کاره ناست وو نو خپلو دوستانو او ملګرو ته د مغفرت دعاګانې وکوو او فرښته به مونږ ته دعاء کوي؟

له اور نه آزادي

په دنيا کې به کوم مسلمان داسې وي چې د هغه په زړه کې دا سودا نه وي چې د آخرت له اور نه څنګه ځان خلاص کړي؟  که څوک غواړي چې د آخرت له اور نه آزادي حاصله کړي او ترې خلاص شي نو رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي :

مَنْ ذَبَّ عَنْ عِرْضِ أَخِيْهِ بِالغَيْبَةِ ، كَانَ حَقاً عَلى اللهِ أنْ يُعْتِقَهُ مِنَ النَّارِ. صحيح الجامع الصغير وزياداته

ترجمه : چا چې د يو مسلمان ورور په غياب کې د هغه نه دفاع وکوله په الله جل جلاله  باندې حق ده چې هغه د  اور نه ازاد کړي .

جنت ته د تلو لاره

رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي :

مَنْ أَخْرَجَ مِنْ طَريْقِ المُسْلِمِيُنَ شَيْئاً يُؤذِيْهِمْ ، كَتَبَ اللهُ لَه بِه حَسَنَةً ، وَمَنْ كتبَ لَه عِندَه حَسَنَة أَدخَلَه بِهَا الجَنَّة. صحيح الجامع الصغير وزياداته

ترجمه : چا چې د مسلمانانو له لارې نه داسې شى لرې کړل چې دوى ته يې ضرر رساوه الله جل جلاله  به ورته په بدل کي نيکي وليکي او د چا لپاره چې الله جل جلاله  نيکي وليکي پدې نيکي سره به يې جنت ته ننباسي .

نکته : دا اسانه نيکي ده د مسلمانانو د تېرېدلو له لارې نه د يوې تېږې ، يوه اغزي ، يوه  شاخ او د هر داسې شي په لرې کولو سره يې انسان خپلولى شي چې تېرېدونکو ته ترېنه تکليف وي او پدې حديث کې او په ګڼو نورو احاديثو کې ورته د لوى ثواب وعده شوېده .

د قيامت په ورځ سيورى

د قيامت ورځ به داسې نه وي لکه دا زمونږ د دنيا ورځ  يو خو دا د دنيا ورځ ډېره لنډه وي او د قيامت ورځ به پنځوس زره کاله اوږده وي  بل به لمر د انسانانو سرونو ته ډېر را ټيټ شوى وي او اوس خو ډېر لوړ دى ، بل په دنيا کې له مونږ سره ډېر داسې شيان شته چې په هغه سره له لمر نه ځان پټ کړو د قيامت په ورځ به هېڅ شى نه وي چې انسان يې لمر ته ونيسي او ځان ترې پټ کړي صرف هغه کسانو ته به الله جل جلاله  د قيامت په ورځ سيورى ورکوي چې ورته خوښه يې شي او په دنيا کې رسول الله صلی الله علیه وسلم   څه داسې نيکيانې هم بيان کړي دي چې انسان هغه وکوي نو د هغه په سر به د قيامت په ورځ سيورى وي لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي : مَنْ أنظَرَ مُعْسِراً ، أو وَضَع له ، أظلَّه الله يومَ القيامة تحت ظلِّ عرشه ، يوم لا ظلَّ إلا ظلُّه. صحيح الجامع الصغير وزياداته

ترجمه : چا چې داسې چاته په خپل حق کې وخت ورکړو چې لاس يې تنګ وي او يا يې هغه ته خپل حق معاف کړو الله جل جلاله  به په خپل سيوري کې ځاى ورکړي د قيامت په ورځ په هغه ورځ چې دده د سيوري نه بغير بل سيورى نه وي . … نور بيا ان شاء الله

مخکینې مطلب

په فراه، او کندوز کې د ۸ تنو امریکایي عسکرو په ګډون لسګونه افغان عسکر وژل شوي

بل مطلب

هغه محمود چېرته دی چې بُت یې  مات کړی؟

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com