یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

په افغانستان کې د جګړې درېیم پړاو!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 17, 2017
کټګوریانې: سرمقاله
0
12
ځلې شریک شوی
147
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرليکنه

په ٢٠٠١ز کال چې د بش په مشرۍ  امريکا پر افغانستان يرغل وکړ او د ناټو پوځونه یې له ځان سره په يرغل کې شريک کړل، د پوځونو زياته برخه د امريکا وه، بې له هلمنده چې برتانوي پوځونه په کې ځای پرځای شوي وو. په ټول هېواد کې ځکمني او هوايي عمليات د امريکايي جنرالانو په واک کې وو. د برتانیې په شمول د ناټو غړیو هېوادونو پوځونه یې تر قوماندې لاندې وو.

هغه وخت د بش حکومت چې د جګړې تاوانونو او خپلو شريکباڼو هېوادونو ته وکتل، دامريکايي پوځونو تاوانونه ١٢چنده تر نورو ناټو غړیو هېوادونو زيات وو. په ٢٠٠٦کال کې چې په افغانستان کې د امريکا تاوانونه زيات شول، نو په خپلو اشرباڼو (ناټو هېوادونو) یې خوله ولګوله او د بروکسل په غونده کې یې پرې څه تاوانونه ومنل.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

د اوباما حکومت په افغانستان کې د جګړې دویم پړاو ؤ. تر دې دمخه چې روسانو پر افغانستان یرغل کړی ؤ، امریکا مجاهدینو ته د جنګونو لګښتونه ورکول.   د روسانو د یرغل له پیله تر ۱۹۸۹پورې امریکا افغان مجاهدینو ته د ۸۰۰ میلیارده ډالرو په قیمت وسلې ورکړې؛ خو اوباما چې په افغانستان کې یې د بهرنیو پوځونو جنګي ماموریت تر ۲۰۱۴ پورې پای ته ورساوه، په افغانستان کې د جګړې دویم پړاو هم پای ته ورسېد.

اوس ټرمپ غواړي په افغانستان کې جګړه درېیم پړاو ته داخله کړي؛ خو دا درېیم پړاو تر تېرو پړاوونو زیات خطرناک دی. ځکه ټرمپ غواړي امریکا په افغانستان کې له تاوانونو وژغوري او جنګي تاوانونه د ناټو په غړیو هېوادونو ووېشي.

په افغانستان کې د ټرمپ لخوا د جګړې درېیم پړاو د افغانستان جګړه خصوصي جنګي شرکت ته ورکول کېږي. په افغانستان کې چې کمونستي کودتا شوې ده، ورسره تاواني جګړې د افغانانو ټولې هستۍ نشت کړې دي؛ خو د کمونستي نظام په وروستیو کې چې د ډاکټر نجیب حکومت وروستۍ سلګۍ وهلې، جګړه د رشید دوستم په مشرۍ ازبک ملېشي ته وسپارل شوه او د روسانو د یرغل تر څنګ زیات تاوانونه ازبک ملېشې افغان ولس ته واړول.

ټرمپ چې د افغانستان جګړه په درېیم پړاو کې خصوصي کوي، د (بلک واټر) خصوصي کمپنۍ یې هم هرکلی کړی دی. بلک واټر خصوصي کمپنۍ په نړۍ کې یو بدنام تاریخ لري. څومره تاوانونه او چور چپاول چې په افغانستان کې ازبک ملېشي افغان ولس ته اړولي او تر اوسه پورې یو بدنام نوم لري، تر دې په نړیواله کچه لس چنده بدنامی بلک واټر لري. خو دا دی ټرمپ غواړي همدې  وحشیانو (بلک واټر) ته د افغانستان جګړه حواله کړي.

د امریکا د د دفاع وزیر جېمز متېس تېره ورځ ویلي چې  ټرمپ د افغانستان په اړه په نوې ستراتیژۍ کې له خصوصي امنیتي قراردادیانو د کار اخېستو په ګډون پر ټولو انتخابونو غور کوي. متیس په دې باور دی چې په افغانستان کې د جګړې درېیم پړاو کې به بلک واټر جګړه مهار کړي او امریکا به په نړیواله کچه له شرم او ماتې څخ وژغورل شي.

ټرمپ له څو میاشتو راهیسې په دې اړه د خپلو مشاورینو سره سلا مشورې کوي او هم مختلف وړاندیزونه ولسمشر ته وړاندې شوي دي.

یو له وړاندیزونو افغانستان ته له درې زره نه تر څلور زره پورې د نورو امریکایي سرتېرو استول دي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وړاندې کړی. ټرمپ په دې نظر دی: که د نورو پوځونو په لېږلو سره بیا هم په افغانستان کې جګړه ونه ګټي، له سختې رسوایۍ سره به مخ شي، غوره دا ده چې د افغانستان جګړه خصوصي شرکت بلک واټر ته حواله شي..

مخکینې مطلب

چارواکي وايي، ۴۵ داعش وسله وال وژل شوي

بل مطلب

نامه ای به موقع ...!

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com