(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۶): د ننګرهار ولايت امنيتي مسئولين وايي، چې د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې پنځه څلوېښت داعش وسله وال وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
د دغه ولايت د امنيې قومندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال رسنيو ته ويلي، چې تېره ورځ په ياده ولسوالۍ په مکراڼه سيمه کې د داعش وسله والو پر مرکزونو پر مرکزونو هوايي بريدونه شوي، چې په ترڅ کې يې ۴۵ داعش وسله وال وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
نوموړی زياتوي، چې په دغه وژل شويو داعشيانو کې بهرني وسله وال هم شامل دي او زياتوي چې يو شمېر وسلې او مهمات يې هم له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه داعش وسله والو د دې بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې هم دولتي چارواکو د لسګونو داعش وسله والو د وژنې راپورونه ورکړي دي، خو د ننګرهار يو شمير چارواکي د دولت له لوري د داعش پر وړاندې عملياتو ته د شک په نظر ګوري.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدير په ځلونو ويلي، چې په افغان حکومت کې د ځينو چارواکو له لور د داعش وسله والو ملاتړ کېږي او د هغوی پر ضد عملياتو ته تبليغات کېږي.

















