لومړی ورځ (۸) د ذی الحجه
اوس د حج د پنځو ورځو احکام او اعمال بيانيږي
په دغه ورځ د لمر له راختو وروسته د احرام په حالت کې ټول حاجيان منی ته ځي، مفرد د کوم احرام چې د حج لپاره دی او قارن د کوم احرام چې د حج او عمره دواړو لپاره دی، دوی خو احرامونه له پخوا څخه تړلي وي، متمع کوم چې عمره کړې او احرام يې خلاص کړی، همدا رنګه (اهل حرم) دې نن احرام وتړي.
د سنتو مطابق دې غسل وکړي او د احرام څادرونه دې واغوندي، د احرام لپاره دې دوه رکعته وکړي، د حج لپاره دې نيت وکړي او تلبيه دې ووايي، د تلبيه په ويلو سره احرام شروع شو، اوس نو د احرام ټولې ذکر شوې پابندی لازميږي، له دې وروسته منی ته به روان شي.
منی له مکه مکرمه څخه دری ميله ليرې د دوو غرونو تر مينځ يو ډير لوی ميدان دی، د اتمې نيټې له ماسپښين نه د نهمې نيټې تر صبا پورې په منی کې پنځه لمنځونه اداء کول او همدلته په منی کې شپه تيرول سنت دي، که همدغه شپه په مکه مکرمه کې تيره کړي ياعرفات ته ورسيږي نو داسې کول مکروه دي ([1]).
دويمه ورځ (۹) د ذی الحجه
نن ورڅ د حج تر ټولو لوی رکن يعنې د وقوف عرفه اداء کول دي، له کوم پرته چې حج نه کيږي، حاجيان دې د سهار لمونځ ښه په مستحبه طريقه په رڼا کې وکړي، وروسته دې مسلسل تکبيرات تشريق ووايي، ولو که همدغه تکبيرات د مناسکو له جملې څخه نه دي، بلکې په هر مکلف چې لمونځ کوي واجب شوي، او د صاحبينو په قول فتوی ورکړی شوې ده، وروسته دې تلبيه ووايي ([2])، د لمر له راختو وروسته کله چې لمر په جبل ثبير باندې ښه خپور شي نو له منی څخه دې د عرفات پر لور روان شي، کوم چې له منی څخه تقريباً شپږ ميله ليرې دی.
له منی نه عرفات ته د روانيدو پر مهال دعا
له منی نه عرفات ته د روانيدو په وخت کې لاندې دعا له ځينو علماء کرامو څخه منقوله ده :
اَللَّهُمَّ اِلَيْکَ تَوَجَّهْتُ وَعَلِيْکَ تَوَکَّلْتُ وَوَجْهَکَ الْکَرِيْمَ اَرَدْتُّ فَاجْعَلْ ذَنْبِيْ مَغْفُوْرًا وَّحَجِّيْ مَبْرُوْرًا وَارْحَمْنِيْ وَلَا تُخَيِّبْنِيْ وَبَارِکْ لِيْ فِیْ سَفَرِيْ وَاقْضِ بِعَرَفَاتٍ حَاجَتِيْ اِنَّکَ عَلَی کُلِّ شَیْ ءٍ قَدِيْرٌ.
اَللَّهُمَّ اجْعَلْهَا اَقْرَبَ غَدْوَةٍ غِدَوْتُهَا مِنْ رِضْوَانِکَ وَاَبْعَدَهَا مِنْ سَخْطِکَ.
اَللَّهُمَّ اِلَيْکَ غَدَوْتُ وَعَلَيْکَ اِعْتَمَدْتُّ وَوَجْهَکَ اَرَدْتُّ فَاجْعَلْنِيْ مِمَّنْ تُبَاهِيْ بِهِ الْيَوْمَ مَنْ هُوَ خَيْرٌ مِّنِّيْ وَاَفْضَلُ.
اَللَّهُمَّ اِنِّيْ اَسْئَلُکَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ وَالْمُعَافَاةَ الدَّآئِمَةَ فِی الدُّنْيَا وَالْاَخِرَةِ وَصَلَی اللهُ عَلَی خَيْرِ خَلْقِهِ مُحَمَّدٍ وَّ آَلِهِ وَصَحْبِهِ اَجْمَعِيْن.
ژباړه : اې الله ! هم تا ته مې مخه وکړه او هم په تا مې تکيه ده او ستا د راضي کولو اراده مې کړې ده، نو زما ګناهونه معاف کړې او زما حج مبرور کړې، په ما باندې رحم وکړې او ما محرومه مکړې، زما په سفر کې برکت وکړې او په عرفات کې مې حاجتونه پوره کړې، بيشکه ته په هر شي باندې قادر يې.
اې الله ! زما د دې صبا تلل د خپلې رضامندي حاصلولو لپاره زيات نږدې کړې او د خپلې نا راضګي ليرې کولو لپاره يې ډيره لويه ذريعه جوړه کړې.
اې الله ! زه ستا لور ته روان شوم او هم په تا مې تکيه وکړه، او ستا د رضامندي اراده مې وکړه، نو ته مې له هغو خلکو ځنې وګرځوې د کومو په ذريعه به چې ته فخر کوې د هغو خلکو پر وړاندې کوم چې له ما نه زيات غوره او زيات ښه وي.
اې الله ! زه له تا نه د معافي او د هميشه عافيت په دنيا او آخرت کې سوال کوم، او درود دې وي د الله د ټولو نه په بهتر مخلوق حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې او د هغه صلی الله علیه وسلم په آل او اصحابو رضی الله عنهمټولو باندې ([3]).
د ذی الحجه په نهمه (۹) نيټه له زوال وروسته تر صبح صادق په دې مينځنی برخه کې د حج د احرام په حالت کې که لږ هم په عرفات کې ودريږي يا له همدغه ځای څخه تير شي نو حج کيږي، که چيرته په همدغه وخت کې د لږ وخت لپاره هم عرفات ته ونه رسيږي نو حج نه کيږي، له زوال وروسته تر غروب پورې په عرفات کې ايساريدل واجب دي، کوم کس چې په همدې وخت کې ونه رسيږي، هغه که د راتلونکې شپې په هر وخت کې ورسيږي نو د هغه حج کيږي.
مستحب دا ده چې د لمر له زوال وروسته غسل وکړي، که چيرته د غسل کولو موقع نه وه نو اودس دې وکړي، په اول وخت کې دې لمونځ اداء کړي او وقوف دې شروع کړي.
د لمر له زوال وروسته تر لمر لويدو پورې د عرفات په ټول ميدان کې چيرته چې وغواړي وقوف کولای شي، خو بهتره دا ده چې په جبل الرحمة چې د عرفات مشهور غر دی، کوم ځای چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم موقف وو، همدلته وقوف وکړي، که بيخي همدلته ځای نه وي نو څومره چې ديته نږدې وي هغه بهتر دی، مګر که چيرته د جبل رحمت لور ته په تلو کې سختي وه يا د بيرته راتلو په وخت کې د خپلې خيمې پيدا کول مشکل وو لکه څرنګه چې نن صبا عموماً همداسې کيږي نو په خپله خيمه کې دې وقوف وکړي.
کله چې په جبل رحمت نظر ولګيږي نو تسبيح، تهليل او تکبير دې وايي او د خپلې خوښې دعا دې وکړي، لاندې ليکل شوې دعا هم کولی شي :
اَللَّهُمَّ اِلَيْکَ تَوَجَّهْتُ وَعَلِيْکَ تَوَکَّلْتُ وَوَجْهَکَ اَرَدْتُّ، اَللَّهُمَّ غْفِرْلِيْ وَتُبْ عَلَیَّ وَاَعْطِنِيْ سُؤْلِيْ وَوَجِّهْ لِيَ الْخَيْرَ حَيْثُ تَوَجَّهْتُ، سُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ وَلَا اِلَهَ اِلَّا اللهُ وَاللهُ اَکْبَرُ.
ژباړه : اې الله ما تا ته مخه وکړه او هم په تا مې تکيه وکړه، او هم ستا د رضا اراده مې وکړه، اې الله ! ما وبخښې او توبه مې قبوله کړې او خير هغه اړخ ته راته راواړوې چيرته مې چې مخه ده، زه د الله پاکي بيانوم، ټول تعريفونه الله لره دي، له الله تعالی جل جلاله پرته بل هيڅوک معبود نشته او الله تعالی له ټولو نه لوی دی.
افضل او اعلی دا ده چې د قبله لور ته مخامخ ودريږي او تر ماښام پورې وقوف وکړي، لاسونه دې د دعا لپاره پورته کړي او دعاګانې دې کوي، که چيرته په همدغه ټول وخت کې نشي دريدلای نو څومره وخت چې دريدلی شي ودې دريږي، بيا دې کيني، بيا چې کله قوت پيدا شي ودې دريږي، په ټول وخت کې دې په خشوع، خضوع، ژړا او زارۍ سره د الله تعالی جل جلاله ذکر، تلاوت، درود شريف او استغفار کې مشغول اوسي او لږ لږ وروسته دې تلبيه لولي.
د ديني او دنيوي مقاصدو لپاره، د خپلو متعلقينو او دوستانو لپاره، په ځانګړي ډول د هغو خلکو لپاره کومو چې دعاګانې ترې غوښتې وي او د ټولو مسلمانانو لپاره دې دعاګانې وکړي، دا د دعا د قبليدو خاص وخت دی کوم چې تل (هميشه) نه پيدا کيږي، په همدغه ورځ دې په خپل منځ کې له روا خبرو کولو څخه هم پرهيز وکړی شي، ټول وخت دې په دعاګانو او د الله تعالی جل جلاله په ذکر کې تير کړي ([4]).
([1]) احکام حج، ص : ۸۶، واحسن المناسک، ص : ۱۲۵.
([2]) معراج الحجاج والمتعمرين، ص : ۱۷۶.
([3]) احکام حج، ص : ۹۱، معراج الحجاج والمعتمرين، ص : ۱۷۶.
([4]) معلم الحجاج، ص : ۱۵۲، احسن المناسک، ص : ۱۲۷، احکام حج، ص : ۹۰.

















