طالبان: د خپلواکۍ په تاریخي ورځ ویاړو، خو هیواد مو لا خپلواک ندی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری۲۸ فرید افغان)

طالبانو د زمري د ۲۸ په مناسبت افغان ولس ته د سترې بریا چې له انګریزي ښکیلاک نه د خپلواکي راوړل ؤ، مبارکي ویلې او دا یې د سترو ویاړونو ورځ بللې ده.
طالبانو ویلي چې د خپلواکي دا ورځ ورته ډیر ارزښت لري خو داچې لا یې هم هیواد د امریکایانو تر حاکمیت لاندې ده تأسف کوي ( له انګریزي استعمار  څخه د استقلال ترلاسه کولو ۹۸ مه کلیزه په داسې شرایطوکې پر  موږ راځي  چې لا هم  زمونږ  په ګران هیوادکې د انګریزانو په شمول امریکايي ښکیلاک د اشغال او یرغل ناولي پنجي ښخې کړي دي په افغانستان کې یې زرګونه پوځیان دافغان ولس په خلاف جګړه پرمخ بیايي اوله تیرو۱۶ کلونوراهیسي یې زمونږ ملي خپلواکی اوسیاسي استقلال یرغمل کړی دی . )
طالبانو امریکایان هم مخاطب کړي او په وینا یې چې د خپلو نیکونو څخه عبرت واخلي او نور دي د افغانستان د اشغال خوبونه نه ګوري
(مونږ  امریکایانو او اوسنیو پرنګیانو ته وریادوو  چې تاسوباید د خپلو نیکونو له هغو درې ځلیزویرغلونوڅخه  کلک عبرت اودرس اخیستی وای ،چې په خپل ټول قوت ، ستراتیژیو او ډول ډول حربو په  کارولو یې انتهايي  هڅې وکړي ترڅو دغه ننګیالی ولس تسلیم او په ټاټوبي یې خپله امپراطوري وچلوي ، چې بالاخره یې پایلې هغوئ ته  له سخت ندامت اوشرمندګۍ ډکي وې اوپه ټیټو سترګو له افغانستان څخه وتلو ته مجبور شول او د افغانستان استقلال یې په رسمیت وپيژاند.)
طالبانو په پیغور آمیزه لهجه نړیوالو او افغان متحدینو ته ویلي چې له ټول مالي او ځاني ځواک سره آن په پلازمینه کې هم ځان خوندي نشي احساسولی،نو مناسبه لار داده چې نور افغان ولس پریږدي اوخپلې پښې سپکې کړي.
(داچې تاسو  خپل یو نیم لک پوځ  او څلور لکه ګوډاګي عسکر  له خپل ټول جنګي  ماشین سره استعمال اودوه تریلیونه ډالر مو خاوري ایرې کړل او بیاهم په دې ونه توانیدئ چې نور افغانستان څه چې یوازې دکابل ښاردځان لپاره خوندي او د خپلې خوښې حکمراني پکې وچلوې  نو پوخ یقین ولرئ چې له دې وروسته هم دهیڅ پرمختګ اوبریاچانس نلرئ ، نوستاسې لپاره غوره مشوره او د نجات لاره داده چې له افغانستان څخه پښې سپکې کړئ او  افغانان پریږدئ تر څو  لکه دنړۍ دنورو ملتونو په څیر په ارامي اوسوکالۍ کې ژوند وکړي.)
طالبانو د پیغام په وروستۍ برخه کې ویلي چې هغه شیبې ډیرې نږدې شوې چې هیوادوال به یې د زمري د ۲۸ په څیر دا ځل د امریکا په مشرۍ له نړیوالې کفري ټولنې څخه د خپلواکۍ زیري هم واوري
(په الهي نصرت کلک باور لرو چې هغه شیبې  ډیرې نږدي دي   چې زموږ هیوادوال  به لکه دزمري د۲۸ په څیرله امریکايي طاغوت څخه  دګران هیواد د نجات اوخلاصون زیری هم واوري اودبري شیبي به یې لکه د زمري د۲۸ په شکل هرکال لمانځي .
باید وویل شي چې شاوخوا ۹۸ کاله وړاندې دوخت انګریزي لښکرې له پرلپسې دری ځلیزو یرغلونو وروسته د افغان میړني ولس لخوا چې مشري یې علماؤ، روحانیونو کوله د ۱۲۹۷ کال د زمري پر ۲۸ مه په ګونډو شول او شرموونکې ماتې یې وخوړه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button