زه کومه آزادي ولمانځم؟؟

عبدالحفیظ ساپی

زۀ کومه آزادي ولمانځم ، زما علماءکرام ، طلباءکرام او آزادي غوښتونکي ځوانان د تورو تمبو شاته غورځول شوي ، د همدې آزادۍ او خپلواکۍ غوښتلو پۀ جرم شکنجه شوي ، آیا دې ته آزادي وایي؟؟
هغه یرغلګر چې زمونږ اسلامي نظام یې ړنګ کړ، د رسول اقدس مبارک صلی الله علیه وسلم پۀ شان کې یې ګستاخي وکړه، قرآن عظیم الشان یې راته ګندګۍ کې ګزار کړ او پۀ اور کې یې وسوزاوه، زمونږ د مقدساتو سپکاوی یې وکړ ، همغه یرغلګر اوس هم زمونږ پۀ هېواد کې ناروا جګړه پرمخ بیایي ، زۀ څنګه او کومه آزادي ولمانځم؟؟؟
اشغالګر مو هره ورځ بې ګناه او بې دفاع ولس وژني او پۀ ټول حکومت کې داسې نر نشته چې ورنه پوښتنه وکړي ، چې ولې مو دا ولس بمباروئ ، آیا بیا هم زۀ آزادي ولمانځم؟؟

ګورئ! مونږ ښۀ پوهېږو ، چې د افغانانو پۀ سترګو کې خاورې شیندۍ ، ځکه زمونږ نیکونو د سرو انګریزانو نه آزادي ترلاسه کړه ، نن د همغه انګریز بچیانو زمونږ هېواد هماغسې اشغال کړی او زمونږ پۀ هېواد باندې حاکمان دي ، پۀ ځاي ددې چې د خپلو نیکونو تاریخ راژوندی کړۍ او دا ازلي دښمنان مو د ګران هېواد نه پسې واخلۍ ، د آزادي غوښتونکو ځوانانو غږ خپ کوۍ او پۀ مرۍ یې پښه ورته ږدۍ ، چې د آزادۍ او خپلواکۍ نارې مۀ وهئ او بیا د دروغو د آزادۍ نغارې ډنګوۍ چې آزادي مو مبارک شه!
دا آزادي دې تاسو ته مبارک وي!! چې ضمیرونه او وجدانونه مو مړۀ دي ، ډالرو مو پۀ خوله او سترګو د سکوت مهرونه لګولي دي ، د هېواد پۀ اشغال خوشحاله یاست او د اشغالګرو پۀ شتون کې آزادي لمانځۍ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button