حکمتیار، او صالح خلک قومي تعصب ته بللي دي

حکمتیار، او صالح خلک قومي تعصب ته بللي دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۸ فرید افغان)
نن ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدبن حکمتیار د بدخشان له خلکو سره ناسته درلوده.
حکمتیار د بدخشان خلکو ته په ډاګه وویل چې پدې ولایت کې د حکومت او طالبانو لخوا دواړه والیان د جمعیت ډلې پورې تړاو لري چې ورته د منلو وړندي.
حکمتیار خلکو ته ویلي چې احمدشامسعود به په میدان شهر کې د طالبانو مراکزو ته د ورتګ په وخت کې له ځانه د آی اس آی ایجنټ جوړاؤ .
نوموړي بدخشاني حزبیان هڅولي چې باید خپل پخوانی اعتبار په سیمه کې بیا راژوندی کړي او په وینا یې چې د پیسو د جمع کولو پځای دې خپل رول زیاتولو ته پام زیات کړي اود شیطان پځای دې خدای ج خوشاله کړي.
نوموړي د ژغورنې اتیلاف د جمعیت او جنبش د پاشل کیدو ښه ذریعه بللې ده.
همداراز یې ویلي چې د دفاع پخوانی وزیر پنجشیری ؤ او پدې توګه یې په یوه ولایت کې تر ۶۰۰ تنو پورې پنجشیریان دجنرالۍ رتبې ته رسولي چې په وینا یې په ټوله اروپاکې هم دومره شمیر جنرالان نشته .
د دې خبرو وروسته د روندسبز ګوند مشر امرالله صالح د حکمتیار خبرو ته په توندۍ سره ځواب ویلی دی.
امرالله صالح په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې حکمتیار هڅه کوي چې د نویمو لسیزو په څیر بیا کورنیو خپلمنځي شخړو ته لمن ووهي، نوموړي حکمتیار تورن کړی چې بهرنیانو ورته په ملیاردونو پیسې د دې پخاطر ورکړې ترڅو خلک قومي تعصب ته وهڅوي او دهیواد په بربادۍ کې ترې کار واخلي.
صالح حکمتیار ته په خطاب کې ویلي چې که له مخامخ مناظرې ویره لري یو سوال دې ور ځواب کړي او هغه داچې نوموړی په لغمان کې له ظهور مخکې چیرته ؤ، صالح ویلي حکمتیار بې له دې چې شرم وکړي لا هم د نفاق اور ته لمن وهي .
باید وویل شي چې حکمتیار او جمعیت ډله هڅه کوي ترڅو بیا خپل تیت پرک جنګیالي یو دبل پرضد سره منسجم کړي تر څو د کورنۍ جګړې احتمالي پیښیدو ته ځان چمتو کړي.
دیادونې وړ ده چې په تیر کې د کورنۍ جګړې له کبله لسګونه زره افغانان د دې دواړو جګړه مارو ډلو ترمنځ ووژل شول چې بیا دا اور د طالبانو د حکومت په راتګ سره مړ شو.
حکمتیار په هره وینا کې هڅه کوي ترڅو دواړه مخالفین (جمعیت او طالب) په یوه غشي هدف وګرځوي ځکه د ده قدرت د رسیدو په مخکې دواړه ډلې خنډ وې.



