په بلواکه هېواد کې د خپلواکۍ جشن!

سرليکنه

غازي امان الله خان د خپل پلار له مرګ وروسته په کابل کې خپله پاچاهي اعلان کړه. په داسې حال کې چې د کابل په مراد خانه کې پر آس سپور ؤ، خپله توره یې له تيکې را ويستې وه، ويل یې: افغانستان وروسته له دې د نورو هېوادونو په څېر يو خپلواکه هېواد دی چې دا خپلواکي افغان ولس له پرنګي څخه په مرګونو سرښندنو ترلاسه او د تل لپاره به افغانستان يو خپلواکه هېواد وي.

د غازي امان الله خان وينا په رښتيا سره د افغان ولس د خپلواکۍ وینا وه. هغه خپلواکي چې له پرنګي سره په جګړو کې درې نسله رالوى شول، هغه خپلواکي  چې پرنګي نه غوښتل افغانان د ازادۍ او خپلواکۍ خاوندان شي، د تل لپاره ددوۍ مستعمره هيواد پاتې شي؛ خو افغان مجاهد ولس د پرنګي دغه ارمان له خاورو سره خاورې کړ.

امان الله خان د خپلواکې له اعلان سره سم نورو هېوادونو ته خپل استازې ولېږل، خپله کابينه یې اعلان کړه. د کابينې په اعلانولو سره انګرېزانو ومنله چې نور افغانان د خپلې خپلواکۍ خاوندان شول.

د پرنګ په شمول ټولې نړۍ د افغانانو په سرښندنې او مېړانې اعتراف کړی دى. انګرېز په هر ډول چل او نيرنګ افغانان تابع نه کړل. افغانانو له ١٨٠٩ څخه تر ١٩١٩م کال پورې جګړې او ډول ډول ناخوالې وګاللې. دا هر څه یې د خپلې خپلواکۍ لپاره وکړل.  ٨٩کاله دمخه افغانانو د زمري په ٢٨مه  په ټوله نړۍ کې خپله خپلواکي اعلان کړه؛ خو متاسفانه يو شمېر وطن پلورو او ځان پلورو افغانانو د خپلواکۍ په بدل کې په ډېره کمه بيه له پرديو سره سودا وکړه. داسې سودا؛ نه يوازې دا چې ځانونه او وطن یې وپلوره، بلکې خپل هغه وياړلی تاريخ چې ټوله نړۍ ورته ګوته پر غاښ وه، هم وپلوره.

په افغانستان کې د انګرېز د واکمنۍ پر مهال يو شمېر بې ضميره پوځي مشران، په مسکو کې کم شمېر تالي څټي کمونستان او اوس د سپينې ماڼۍ تورمخې نوکران دي، چې  خپل اسلاميت، افغانيت او ملي ارزښتونه یې د ډالرو په بدل کې وپلورل.

په افغانستان کې د امريکايي پوځونو قوماندان نيکولسن او په افغانستان کې نورو هغو امريکايي جنرالانو چې د افغان مجاهد ولس توره او مېړانه ورته څرګنده شوې دهو اعتراف کړی دی چې له افغانانو جګړه نه شي ګټلای.

په افغانستان کې به مالي او يو شمېر نور تاوانونه را وګرځي او يا به يو داسې نظام الله په افغانستان کې راولي چې يوازې له امريکايانو نه، بلکې له روسانو به هم په يرغلونو او جګړو کې افغان ولس ته اړول شوي تاوانونه را د سره کړي؛ خو د افغانانو د سرونو او د ځوان نسل د بې لاريو او په عياشيو د روږدېدو تاوانونه نه شي رادسره کېداى.

يوازې په افغانستان کې نه، بلکې په ټوله نړۍ کې چېرته چې افغانان ژوند کوي، بايد د خپلې خپلواکۍ ورځ ولمانځي او له خپلې خاورې سره مينه څرګنده کړي؛ خو په افغانستان کې چې بلواکي مسلطه ده، ځمکه او آسمان دواړه د امريکا او ناټو په واک کې دي، دافغانانو لخوا د خپلواکۍ ورځ لمانځل د شرم خبره ده. خپلواکي هغه قومونه لمانځي چې پلرونو او نيکونو یې د سرونو په بدل ترلاسه کړې وي او اولادونه یې د سرونو په بدل ساتي.

هغه افغانانو چې د خپلواکې د لمانځنې په ورځ په لاسونو کې ملي بيرغ نيولی او د ازادۍ ورځ لمانځي، بايد د خپل ملي بيرغ په قيادت کې د بهرنيو پوځونو د ایستلو لپاره لاسونه سره يو کړي.

د زمري ٢٨مه زموږ د پلرونو او نيکونو په شهادتونو د ازادۍ ورځ ده. په دې ورځ بايد موږ د خپلو پلرونو د مزارونو خاوره ښکل کړو، پر مزارونو یې د ګلونوګېډۍ کېږدو، مزارونو ته یې د قرآن کريم په څو مبارکو ايتونو لوستلو د هغوی ارواوې خوشحاله کړو، له انګرېز سره د ټولو افغان سرښندونکو مبارکو ارواو ته  د دعا لاسونه لپه کړو؛ ځکه ازادي هر څوک او هر قام نه شي ګټلای.

که موږ د خپلو پلورونو راپاتې ازادي ساتلې وای؛ نن ورځ به موږ هم د نورو ازادو شویو هېوادونو په څېر د ازادۍ ورځ په جشنونو او خوښيو سره لمانځله.

هغه ورځ هم رارسېدونکي ده چې په کامله توګه به د پرديو له تسلطه پاکه د ازادۍ او خپلواکۍ ورځ په خپل هېواد کې ولمانځو. ان شاءلله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button