ګډحکومت او دهغوی پلویان دامریکا فیصلی ته انتظار دی او که د الله.ج.؟

لیکوال:بحرعمیق.
اصل کی خو فیصلی ټولی اسمانی دی چی هرڅه دالله.ج. په تقدیر کی لیکلی وی هماغه به کیږی.
خو موجوده حکومت او سیکولران ددی پرځای چه له الله.ج. څخه مرسته وغواړی اوپر هغه لوی ذات تکیه او بروسه وکړی چه دځمکو او اسمانونو بادشاهی دهغه په اختیار کی ده اودهغه لوی ذات فیصلی ته انتظار وکړی باالعکس له امریکاڅخه مرسته غواړی او په هغوی یی تکیه او بروسه ده او دهغوی فیصلی ته منتظر دی چه ددوی پر حق کی به څنګه فیصله وکړی.
ایانور عسکر به راولیږی او که موجود عسکر به هم وباسی او دوی به په نیمه لاره کی پریږدی.
پخپل بادار امریکا باندی دومره بی باوره هم دی خو بیاهم لاس نه تراخلی.
دی خلکو اصلی ادرس غلط کړی ده چه هغه الله.ج. ده.
یوډیر ضعیف ادرس ته یی مراجعه کړی ده چه هغه امریکاده.
داخلک ناکام دی ځکه چه دخالق او حقیقی واکدار پر ځای یی یوضعیف بی وفا اوبی باوره مخلوق د طمعی لپاره انتخاب کړی.
امریکاهیڅ هم نشی کولی ترڅو چه دالله.ج. فیصله نه وی شوی.
قدرت ورکونکی او قدرت اخیستونکی الله.ج. ده نه امریکا.
عزت ورکونکی او ذلت ورکونکی الله.ج. ده نه امریکا.
تل ترتله بادشاهی صرف او صرف دالله.ج. ده نه دامریکا.
مرګ او ژوند دالله.ج. په اختیار کی دی نه دامریکا.
رزق ورکونکی ذات صرف الله.ج. ده نه امریکا.
همدارنګه مرسته کونکی او دمرستی غوښتلو لایق الله.ج. ده نه امریکا.
ښه نو!
پوښتنه داده چه اوسنی نظام ولی امریکاته دومره طمعه او امید لری چه خپله بقاء او فناء د امریکایانو ترفیصلی پوری تړلی بولی او بیا دعوه هم داسقلال کوی؟



