جيمزډين: د امریکا پوځي ماموریت د افغانستان د اپیمو تولید پراخ او ازاد کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۹): د امريکايي رسنۍ ويټرنزټوډی اجرائيه مسوول جېمز ډين ويلي، چې په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموريت د اپيمو توليد ته وده او ازادي ورکړه.

د هغه په وينا، د امريکايي پوځيانو سربيره هغه غير پوځي کسان هم د افغان هيرويينو په قاچاق او توليد کې ښکېل دي چې افغانستان او نورو بهرنيو هېوادونو ته د پروازونو چارې تنظيموي.

نوموړي دغه څرګندونې له رشياټوډی تلويزيون سره په مرکه کې کړي او زياتوي چې افغانستان ته د امريکايي پوځيانو له تګ وړاندې په امريکا کې د هيرويينو نښې نه وې، خو افغانستان ته د امريکايي پوځيانو د تګ سره امريکا کې هم د هيرويينو استعمال زيات شو.

جېمز ډین همداراز وايي: “زموږ معلومات دا دي چې ډېری هیرویین د حکومتي عملیاتو په لړ کې چې مخفي دي، راوړل کېږي او پر عادي ګمرګونو نه را تېرېږي. دوی خپل ځانګړی هوايي ټرانسپورټ لري. دغسې د دې نشه يي توکو د قاچاق یوه ستره برخه په سیاسي کمپاینونو کې مصرفېږي. ډیری لوپوړي چارواکي، د دفاع وزارت، د استخباراتي ادارو قرارداديان چې امريکا ترې دمګړۍ ګټه پورته کوي په دغه چاره کې ښکېل دي.”

نوموړی، د اپيمو تولید او قاچاق ته ازادي ورکول د ناټو او غرب له لوري د روسيې پر خلاف تخريبي پروسه بولي او په خبره يې چې اوسمهال په امريکا کې د هيرويينو بازار ښه په درز کې روان دی.

جېمزډين په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې څه موده وړاندې له نشه توکو سره د مبارزې په نړيواله ورځ امريکايي چارواکو په کابل کې د يوې غونډې پر مهال وويل چې له افغانستانه امريکايي بازارونو ته هيرويين واردېږي.

تر دې مخکې هم داسې راپورونه ورکول شوي و، چې په افغانستان کې پوځي چارواکي، امريکايي او نور بهرني پوځيان د مخدره موادو او هيرويينو په قاچاق کې لاس لري او کله چې هم خپلو هېوادونو ته ځي له ځانونو سره هيرويين انتقالوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button