نن په جوزجان کې د عطا، محقق او دوستم نوی اييتلاف غونډه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۹): د ورکړل شويو راپورونو پر اساس نن په جوزجان ولايت کې د بلخ والي عطانور، د ولسمشر دوهم مرستيال محقق او دوستم تر منځ د افغانستان د نجات په نوم د رامنځته شوي اييتلاف دوېیمه غونډه ترسره کېږي.
په دغه غونډه کې د جنرال دوستم د ګډون په اړه څه نه دي ويل شوي، خو ځينو سرچينو ويلي، ښايي په ياده غونډه کې به د دوستم پر ځای د هغه ځوی، باتور دوستم برخه لري.
لس ورځې مخکې د دغه ائيتلاف لومړۍ غونډه په مزارشريف کې ترسره شوه، چې د ګډ حکومت د چارواکو له سختو نيکو سره مخ شوه.
د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم غوښتل چې د ائيتلاف په لومړۍ غونډه کې ګډون وکړي، خو د ګډ حکومت له لوري يې الوتکې ته په مزارشريف هوايي ډګر کې د کښېناستو اجازه ورنکړل شوه. نوموړی اوس په ترکيه کې د جلاوطنۍ ژوند کوي.
دغه درې ګونی اييتلاف څه موده وړاندې په ترکيه کې د دوستم په کور کې رامنځته شو.
تر اوسه په دې اړه د دغه اييتلاف چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
په داسې حال کې په جوزجان کې د دغه نوي اييتلاف د غونډې د جوړېدو خبر ورکول کېږي، چې څه موده مخکې د دوستم يو بل ځوی يارمحمد دوستم د ياد ولايت د ګارنيوزيون د عمومي قومندان په توګه وټاکل شو، خو د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو د هغه د ټاکل کېدو په اړه بې خبرې ښودلې ده.



