بلخ: چمتال کې د عطانور ملیشې د پرمختګ دعوه کوي، خو طالبان یې ردوي

بلخ: چمتال کې د عطانور ملیشې د پرمختګ دعوه کوي، خو طالبان یې ردوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۹ فرید افغان)
تیره ورځ د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ ته د جنرال عطانور په مشرۍ سلګونه عساکر او ملیشې رسیدلي تر څو پدې ولسوالۍ کې د طالبانو د نورو پرمختګونو مخه ډب کړي . طالبانو د یادې ولسولۍ ټولې سیمې نیولې او اوس یې د مرکز شاوخوا ته ځانونه رسولي ؤ.
د عطانور ویاند ویلي چې له طالبانو څخه یې ځینې سیمې هم بیرته نیولې.
خو طالبانو بیا ویلي چې د عطانور ملیشې یې د درۍ ځلیزو تعرضونو سره سره شاتګ ته اړ کړې .
طالبانو ویلي چې دجګړې په جریان کې یې ۲ ټانکونه یو لنډکروزر موټر ویجاړ کړي ، ۱۷ تنه عسکر ، پولیس او ملیشې يې وژلي، ۱۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
طالبانو زیاته کړې چې په نښتو کې د دوی یو طالب ملګری هم وژل شوی.
همداراز یې هغه ادعاوې چې ګواکې د عطانور ملیشو د طالبانو څخه ځینې سیمې نیولې په کلکه رد کړې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button