داسې آله که ويې لرۍ، سګريټ پرېښودلی شۍ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲۹): په دې وروستيو کې د RegulSmoke شرکت د Smoking-stoper په نامه داسې آله جوړه کړې، که تاسې يې ولرۍ نو سګريټ به په اسانۍ سره پرېښودلی شۍ.

دغه آله له مبايلونو سره وصل کېږي، يو اپليکېشن لري او د هغې په انسټالولو سره چې خلاص يې کړئ، د سګريټو په اړه ستاسې عادت، د سګريټو د مصرف او نورې پوښتنې درڅخه کوي چې د هغې په ځوابولو سره به د وخت په تېرېدو له دغه عادت څخه واوړئ.

دغه کوچنۍ آله د سګريټ څکوونکي فزيکي حالت، رفتار او رواني حالت څېړي او د هغې کچه معلوموي.

له هغه وروسته به د سګريټو خپل ډبی راوخلئ او په دې اوسپنيزه قطۍ کې به یې کېږدئ، بیا به يې له خپل موبايل سره وصل کړئ، نو د اپليکېشن د پوښتل شويو ځوابونو او ستاسې د رفتار د معلومولو وروسته تاسې ته دا قطۍ د سګرېټ د را اخيستلو لپاره د ورځې په اوږدو کې د اپليکېشن لخوا په ټاکلو وختونو کې راخلاصېږي او يو سګرېټ درکوي، کرار کرار يې ستاسې عادت ته په کتلو همداسې کموي تر هغو چې بېخي مو دا عادت در ورک کړي.

اپلېکشن د سګرېټي کس د عادت په اړه ۶۲ پروفايلونه ټاکلي، چې د سګريټو په اړه ستاسې لا ډېر معلومات واخلي.
دا آله به ډېره ژر نړيوال بازار ته راشي، خو دبيې او کره نېټې په اړه یې تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
دا هم بايد په ياد ولرئ چې له دې ټولو سره سره د سګريټو پرېښودل کلکه اراده هم غواړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button