شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

غني او نیکولسن: طالبان دې یا تسلیم شي او یا به یې زمونږ کمانډو ووژني

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
اگست 20, 2017
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
8
ځلې شریک شوی
95
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۹ فریدافغان)

نن له غرمې مخکې په یو لړ مراسمو کې چې د خاصو عملیاتو فرقه په کې قول اردو ته لوړه شوه اشرف غني او امریکایي جنرال نیکولسن د خپلو بریالیتوبونو ترڅنګ طالبان وګواښل چې باید د تسلیمۍ لار غوره کړي، کنه نو په وینا یې چې وبه وژل شي.

دا هم ولولئ

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

په غونډه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي وویل چې ملي دفاع وزارت به د دغه قول اردو له منسوبینو څخه په جدیت ملاتړ وکړي، او د فرقې عسکرو ته یې په خطاب کې و ویل،چې له دغې ارتقا سره به ستاسو مسوولیت څو برابره شي، زه له تاسې غواړم چې د امریکایي ملاتړو ترڅنګ په هماغه شهامت او میړانې د خپل هېواد او د خلکو د دفاع لپاره چمتو اوسئ او زیاتې لاسته راوړنې ولرئ.

ورپسې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن د دغه قول اردو منسوبینو ته د مبارکۍ د ورکولو تر څنګ وویل، تاسې د دې خاورې ریښتني بچیان یاست چې زموږ د ځواکونو تر څنګ د خپلې خاورې له لوېشت لوېشت څخه دفاع کوئ

امریکایي قوماندان زیاته کړه: طالبان ستاسو پر وړاندې بل انتخاب نه لري، یا باید تسلیم شي او یا دې ستاسو کومانډویانو له‌خوا نابود شي.

له نیکولسن وروسته اشرف غني ګډونوالو ته وینا وکړه او زیاته یې کړه چې تاسې د افغانستان کومانډویان، د اساسي قانون او د هېواد د ملي نوامیسو ساتوونکي یاست. تاسې شاته تګ نه دی کړی، بلکې طالبان مو شاته تګ ته مجبور کړی دی.

اشرف غني هم د نیکولسن خبره تکرار کړه او زیاته یې کړه طالبانو ته مو پيغام دا دی چې یا تسلیم شئ یا به مو د کومانډو خاص قطعات تسلیمۍ ته مجبوروي.
باید وویل شي چې د امریکایي تاړاک وروسته په لسګونو ځله افغان او امریکایي چارواکو په ګډه طالبان په مرګ ګواښلي، خو طالبانو په هرځلي اعلامیو کې ویلي چې د امریکایانو او دهغوی ملاتړو عسکرو پرضد او د هیواد دځمکنی بشپړتیا په خاطر هرې ځاني او مالي قرباني ته چمتو دي او پدې لاره کې خپله سوبه غزا، او وژل شهادت بولي.

اشرف غني د عسکرو د مرال لوړولو پخاطر وویل چې خلک هم درسره ولاړ دي خو ترټولو ستره خبره داده چې تاسې د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان(اشرف غني) بشپړ ملاتړ هم له ځان سره لرئ.

ښاغلي غني د طالبانو پر وړاندې د جنرال نکولسن له ژمنې څخه مننه وکړه، وې ویل: زموږ برخلیک له نړۍ سره غوټه شوی دی،
د نوموړي په وینا چې دوی د افغانستان نه؛ بلکه د بین‌المللي ارزښتونو څخه د ساتلو په لومړۍ کرښه کې دي او له همدې امله د نړيوالې ټولنې ملاتړ هم له ځان سره لري.

. هغه زیاته کړه: چې د جګړه بریالیتوب له دې څخه ورڅرګندیږي چې پخوا یې ۶ ساعته مګر اوس دوه ساعته په جګړییزو مسایلو تمرکز کوي.

نیکولسن او غني په ګډه تورن جنرال بسم الله وزیري د قوماندان په توګه معرفي کړ.
اشرف غني داسې مهال د بهرنیانو په مټ د خپلې بریا او طالبانو ته د تسلیمۍ خبرداری ورکوي چې د شمیرو ترمخه دا مهال هم د افغانستان تر ۵۰% نیمایي خاوره باندې طالب ځواکونه واکمني لري.

مخکینې مطلب

فراه: ترافيکي پېښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

بل مطلب

حکومت دې قلموال ټوپک ته نه مجبوروي!/ محمد دُرانی

ځانګړي مطالب

خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com