فراه: ترافیکي پیښې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳۰ فریدافغان)

راپورونه وایي چې تیره ورځ د دې ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د فراه رود په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۷ تنه مړه او ۹ نور ژوبل شوي دي.
د فراه ولایت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ګلبهار مجاهد له قوله، یاد پیښه ديو ټونس او فلډر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې چې له کبله يې يوه ميرمن او شپږ نارينه مړه او ترڅنګ یې نهه تنه نور ټپيان دي.
نوموړي زیاته کړه چې پیښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې.
باید وویل شي چې د موټروانانو د بې احتیاطی او د ترافیکي اصولو سره د نه بلدتیا له کبله سلګونه هیوادوال روزانه د داسې پیښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button