چارواکي: د خومآب ولسوالۍ طالبانو نيولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳۰): تېره شپه وسله والو طالبانو د جوزجان ولايت په خمآب ولسوالۍ د سپکو او درنو وسلو بريدونه وکړل، چې طالبانو يې تازه د نيولو ادعا کړې.

د خمآب ولسوال انجینر احمد رسنیو ته ویلي چې د ۱۷ کلیو په ګډون دولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته لویدلي دي.
نوموړي ویلي چې دی او د ولسوالۍ قوماندان او یو شمیر پولیسو په یوه کلي کې پناه اخیستې او که حکومت مرسته ونکړه یاد کلی به هم د دوی له ولکې ووځي.
ځايي سرچينو خبريالانو ته ويلي، چې د ولسوالۍ مرکز او شاوخوا امنيتي پوستو سقوط کړی دی.

له بله پله وسله والو طالبانو د دغو بريدونو مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د خمآب ولسوالۍ مرکز، شاوخوا ټولې امنيتي پوستې د دوی پلويانو نيولي دي.

نوموړی زياتوي، چې د ولسوالۍ په نيولو سره ۱۷ لوی کلي د دولتي ځواکونو له لاسه وتلي او د دوی تر حاکميت لاندې راغلي دي.

د مجاهد په وينا، په دغه جګړه کې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او زياتوي چې ډیری وسلې، پوځي توکي او نظامي وسایط د دوی لاسته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دمګړۍ په سيمه کې د طالبانو له لوري تصفيوي عمليات روان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button