په عراق کې د اسلامي دولت (داعش) او امنیتي ځواکونو تر مینځ مرګ ژوبله

 

د عراق په الأنبار ولایت کې نظامي سرچینو ویلي دی چې د عراق د امنیتي ځواکونو او قومي خوځښت د ملیشو ۸ سرتیري هغه مهال ووژل شول چې د اسلامي دولت تنظیم سرتیرو ورباندې په البغدادي سیمه کې یرغل وکړ.

سرچینو زیاته کړې ده چې د اسلامي دولت هغه څلور سرتیري چې بمونه یې په ځانونو پورې تړلي وو او د البغدادي ناحیې په اړوند سیمه سحل حوران کلي کې یې د عراقي ځواکونو پر اومه فرقه برید وکړ پخپله هم ووژل شول.

یوې نظامي سرچینې یادونه کړې ده چې د اسلامي تنظیم یا داعش لس سرتیري هغه مهال ووژل شول چې ائتلافي هوایی ځواکونو په الأنبار ولایت کې د رواه ښار په مربوطاتو کې د اسلامي دولت پر قرارګاه بمبارۍ وکړه.

د یادونې وړ ده چې اسلامي تنظیم دولت په راوه، عانه او القايم کلیو باندې چې د الأنبار ولایت لویدیځ ته موقعیت لري د 2014 کال راهیسې ولکه لري، برسیره پر دې هغه دښتې یې هم په لاس کې دي د الأنبار ولایت پورې اړوند دي او دغو کلیو ته څیرمه پردې دي، او تنظیم له دغو دښتو نه همیش د خپلو مرچلو په حیث په خپلو عملیاتو کې د عراقي ځواکو پر ضد استفاده کوي هم په خپل لاس کې لري.

له بل پلوه د صلاح الدین په ولایت کې یوې امنیتې سرچینې ویلي دی چې یو پولیس هغه مهال ووژل شو او دوه نور ټپیان شول چې یوه بریدګر د تکریت ختیځ ته په العلم ناحیه کې یې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول. دا پیښه په دغه سیمه کې له دوه کلونو راهیسې لومړۍ پیښه ګڼل شوې ده.

امنیتي ځواکونه د تکریت په سیمه کې د احتمالي بریدونو پر وړاندې د تیارسئ لپاره لومړي نمبر احضارات اعلان کړي او د تیارسۍ په حال کې دي، ځکه چې عراقي ځواکونه د موصل لویدیځ ته د تلعفر د قضاء مرکز لوري ته د پرمختګ کولو په حال کې دي څو دغه سیمه د  اسلامي دولت تنظیم له منګولو وباسي.

 د الجزیرة نه په مننې

ژباړه: عزیر اسدخیل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button