(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳۰ فرید افغان)
د لوګر ولایت چارواکو ویلي چې د دې ولایت په محمد آغه او برکي برک ولسوالیو کې به د اوبو دوه لوی کانالونه ورغوي.
د لوګر ولایت د کلیو او پراختیا رئیس عاشق الله اخلاص یار په همدې مناسبت را بلل شوې غونډې ته وویل چې لمړی کانال به د محمد آغې ولسوالۍ د دو کلیو مومن خيلو او خوشحال خيلو ترمنځ د ۱۱،۵ کيلومتره، په امتداد ورغول شي
اخلاص یار وویل چې دغه کانال به د ۱۲ ميليونه په ارزښت د لوګر د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست د ولسي تړون برنامې د (( ای فډ )) په مالي مرسته جوړيږي چې کار چارې به يې دشپږو مياشتو په جريان کې بشپړې شي .
اخلاص يار زیاته کړه چې د یاد کانال په جوړيدو سره به ۳۲۱ هکتاره ځمکه خړوبه شي چې د د هقانانو ډيرۍ ستونزې به ورسره حل شي
د کلیو او پراختیا د رئیس په خبره چې په دغه پروژه کې به ۶۳ ورخونه ، ۳ پرچاوې ، ۳۴۰ متره محافظوي ديوال ، پلچکونه او نور اړين کارونه شامل وي او همدراز به په دې پروژه کې د سيمې ۱۶۳۶ ماهرکاريګر او ۶۱۰۰ تنه عادي کارکوونکي په کار بوخت شي .
همداراز د کلیو او پراختیا د رئیس په مشرۍ د یوې بلې پروژې د بنسټ چارې هم پیل شوې.
دا پروژه د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د پندې کانال ؤ چې ۲۰ کيلومتره اوږدوالی لري .
دچارواکو په وینا چې د غه پروژه به د شاوخوا ۲۶ ميليونه په ارزښت د لوګر د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست د ولسي تړون برنامې د (( ای فډ )) په مالي مرسته جوړيږي.
د کلیو د پراختیا رئیس وویل چې د دې پروژې له درکه به ۱۰۸۰ هکتاره ځمکه خړوبیږي او کار چارې به يې د اوه ۷ مياشتو په جريان کې بشپړې شي.
اخلاص یار د برکي برک د پروژې په مراسمو کې څرګنده کړه چې په دغه پروژه کې ۷۹ ورخونه ، ۹ پرچاوې ، ۳ سپر پسيج ، ۲۷۰ متره محافظوي ديوال ، سربندونه او پلچکونه هم شامل دي .چې به روزانه پکې ۳۲۷۲ کسان کارکوي چې پروژه به يې په مټ بشپړه او ورځينۍ اجوره به ورکول کيږي .
باید وویل شي چې دوه او نۍ وړاندې د لوګر د کليو دبيا رغونې او پراختيا رياست له لورې د سرکونو د دريو لويو پروژو کار پيل او يوه ګټې اخيستې ته وسپارل شوه
خو سیمیز خلک له دې هر څه سره بیا هم سر ټکوي او وایي چې د دولت ټولې پروژې مهالنۍ دي او تر یو وخت پورې کار کولو ته اماده وي چې د ژر له منځه تلو د ګواښ سره مخ وي.
خلک وایي د دولت لخوا په سړکونو، پلونو، او نورو پروژو په میلونونو دالر ولګول شول خو د قراردادي شرکتونو د فساد او د چارواکو د بې غورۍ له کبله په تر ټولو ټیټ کیفیت رغول شوي.چې اوس د لمنځه تلو د ګواښ سره مخ دي.
.















