سیرالیون: توندو سیلابونو او د ځمکې ښویدلو سلګونه کسان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳۰ فریدافغان)

راپورونه وایي چې د افریقایي هیواد سیرالیون کې توندو سیلابونو او د ځمکې ښوویدلو تر ۵۰۰ ډیر کسان وژلي دي.
چارواکو ویلي چې هڅه کوي چې خلک له خاورو او خټو را وباسي.
د افریقایي رسنیو له قوله ویل شوي چې تېره دوشنبه د غره يوه ډډه تر درنو بارانونو وروسته ونړېده، چې د ريجينټ په نامه ښارګوټي ځينې برخې يې لاندې کړې.
تیره جمعه د سرې میاشتې چارواکو وویل چې شااو خوا ٦٠٠ کسان لا هم ورک دي
باید وویل شي چې د کانګو جمهوريت کې تېره اوونۍ د ځمکې ښويېدو تر ٢٠٠ ډېر کسان وژلي وو.

سیرالیون د افريقا په لوېديځ کې تر ټولو بېوزله هېواد دی او د توندو سیلابونو او سختو بارانونو له کبله هر کال پکې زرګونه وګړي د مرګ تر کومې رسیږي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button