(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۳۱): بالاخره له اووه مياشتني ځنډ او جنجالونو وروسته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سيمې په اړه خپله تګلاره اعلان کړه.
نوموړي چې د فاکس، سي ان ان، ان بي سي او يو شمير نورو تلويزيونونو څخه يې مخامخ خبرې وکړې وويل، چې له عراقه د امريکايي ځواکونو ويستل يوه اشتباه وه او امريکا به دغه اشتباه په افغانستان کې تکرار نه کړي او په وينا يې چې امريکايي پوځيان به تر نامعلوم وخته پورې په دغه هېواد کې پاتې او خپل پوځي ماموريت ته دوام ورکړي.
ټرمپ وويل، چې په لومړيو کې يې له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ويستلو ټنګار کولو، خو زياتوي چې د پوځي چارواکو سره تر کتنو وروسته دې نتيجې ته ورسېده، چې په دغه هېواد کې خپل ماموريت پراخ کړي او په خبره يې چې ترهګر هرځای کې وي د ناټو او امريکايي ځواکونو د بريدونو هدف به وګرځي.
دغه راز نوموړي د پاکستان په اړه توندې څرګندونې وکړې او ويې ويل، چې د پاکستان په وړاندې به نور غلي پاتې نهشو او دغه هېواد ته د امریکا د ورکړل شویو میلیاردونو ډالرو سره سره بیا هم پاکستان د ترورېستانو لپاره یو امن ځای دی چې هغوی په افغانستان کې امریکایي پوځیان په نښه کوي.
ټرمپ افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه او زياته يې کړه، چې دوی د امريکا دښمن ته د وتلو نېټه نه اعلانوي، ځکه چې دوی به يې وتلو ته منتظر شي، د دوی له وتلو وروسته به بيرته دغه هېواد ونيسي او په وينا يې چې امریکا په افغانستان- پاکستان او په سيمه کې ښکاره دريځ لري، چې د ترهګرو ريښې له منځه وړل او د هغوی مالي منابع وچول او اتومي وسلې خوندې کول دي، ترڅو د تروريستانو لاس ته ونه لوېږي.
دغه راز ډونالډ ټرمپ وويل، د امريکا تګلاره به په افغانستان کې په ډراماتیکه توګه بدله شي او زياتوي چې ډیپلوماتیک اقتصادي او سیاسي لاري چاري به مونږ بریالي توب ته ورسوي.
نوموړوايي، چې امريکا به د افغانستان د پوځ تمويل او تقويې ته تر هغې پورې دوام ورکړي، ترڅو افغان پوځ وتوانېږي چې د تروريستانو پرضد مقابله او مبارزه پرمخ يوسي.
د هغه په وينا، له افغانستان سره به د امریکا مرستې نامحدودې نهوي او دوی هېڅکله هم دغه هېواد ته سپین چک نهورکوي. موږ له افغانستان سره مرسته کوو او غواړو چې مرستې مو په شفافه توګه په اړینو ځایونو کې ولګېږي.
ټرمپ په خپله وينا کې وويل، چې يوه ورځ به سياسي روغه جوړه طالبانو ته هم مخه ورکړي او له دغه پروسې سره به يوځای شي.
ولسمشر ټرمپ خپلو پوځيانو ته امر وکړ چې ترهګر ووژني او زياته يې کړه، چې مونږ په سیمه کې خپلو پوځیانو ته نور صلاحیتونه هم ورکړل او هغوی اوس د عملیاتو پراخ صلاحیت لري هغه څه چې افغانستان کې يې امريکايي جنرالانو غوښتنه کوله او وايي چې دوی خپلو سرتيرو ته هغه ټولې وسلې په واک کې ورکوي چې ځواکونه يې د برياليتوب لپاره غواړي.
نوموړي د جګړې د پرمختګ لپاره له خپلو متحدانو د نورو پيسو او له ناټو د دوی پر ستراتيژۍ د باور کولو غوښتنه وکړه.
هغه وويل، زمونږ د زرګونو سرتیرو مړي په ارلینګتون کې خښ دي او دا ښيي چې دوي زمونږ لپاره قرباني ورکړې لکه افغانستان غوندې هیوادونو کې، د یولسم سپټمبر له برید وروسته زمونږ سرتیري په داوطلبانه توګه افغانستان ته لاړل چې زمونږ دښمنان له مینځه یوسي.مونږ به د دوي ارمان پوره کوو چې هغوي یي بیه پرې کړې ده.















