قطر له ایران سره سفارتي اړیکې یوځل بیا پیلوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۲ فرید افغان)
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یو ناڅاپي اقدام کې پریکړه کړې چې تهران ته به خپل سفیر یوځل بیا واستوي.
د چهارشنبې په ورځ قطر اعلان وکړ چې سفیر به یې ډېر ژر د دیپلوماتیکو اړیکو د پیل په موخه تهران ته سفر وکړي او د ایران سره به په رسمي ډول هر اړخیزې اړیکې بیا پيل کړي.
قطر یو کال وړاندې د ۲۰۱۶ د جنورۍ په میاشت کې د عربستان پر سفارت باندې د لاريون كوونكو تر برید وروسته خپل سفير هېواد ته را غوښتی و .
هغه مهال لاریونکونکو په سعودي کې د شیعه مشر نمر النمر د اعدام پر ضد د سعودي پر سفارت او قونسلګري برید وکړ چې سعودي او قطر په ګډه له ایران سره اړیکې پرې کړې.
ښایي د قطر دا اقدام سعودي نور هم راوپاروي
د قطر له دې اعلان سره همهاله ایران اعلان کړی چې ښایي په لنډ راتلونکي کې له ریاض سره هم دیپلوماتیکې او سفارتي اړیکې له سره پیل کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې د حج له موسم وروسته به ایران او سعودي په خپلو کې سفارتي پلاوي سره تبادله کړي، تر څو د اړیکو د بیا رغولو په هکله خبرې اترې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د سعودي په مشرۍ څلورو عرب هیوادونو په قطر باندې د سختو بندیزونو د رفع کولو پخاطر له ایران سره د اړیکو د پریکون شرط هم وضع کړی ؤ.
د سعودي او ایران د اړیکو د پریکون سره سره ایران دې هیواد ته خپل حاجیان استولي او د خپل هیواد سفارتي پلاوی یې هم ملتیا کوي خو قطر بیا له دې هرڅه بې برخې ده.



