روسیه: د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلاره یواځې په جنګ ورټوله ده.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی۳ فرید افغان)
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د افغانانو پر وړاندې امریکا لخوا جوړه شوې ستراتیژي غندلې او هغه یې د جګړې د تداوم په معنا بللې ده.
د روسيې بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف په مسکو کې يوې خبرې ناستې ته ويلي، خواشينى يم چې د واشنگټن له لوري نوې اعلان شوې تګلاره یواځې د زور پر کارونې ورټوله ده.
لاروف ویلي؛ امریکا باید په سیمه کې حقایق درک کړي وای او د یوې سولییزې حل لارې په لټه کې شوې خو متأسفانه چې امریکا لاهم غواړي چې د خپلو ګټو لپاره دا جګړه نوره هم اوږده کړي.
تیره ورځ هم د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي و، چې که امریکا په رښتیا او جدي توګه د افغانستان د ستونزې حل غواړي نو تر ډېره یې باید تمرکز پر مذاکراتو او خبرو وای.
روسیې د افغان چارواکو هغه څرګندونې هم له حقیقت څخه لرې بللې چې دا هیواد له طالبانو سره اړیکې پالي او په خبره یې چې دوی په افغانستان کې له هیڅ وسلوالې ډلې ملاتړ نکوي.
روسیې ویلي چې جګړه د افغانستان د ستونزې د حل لار نه ده او که نوره هم دا جګړه غځول کیږي، له بې ثباتي پرته به هیڅ لاسته راوړنه ونلري.
څو ورځې وړاندې امریکایي ولسمشر د افغانستان او منځنۍ آسیا لپاره هغه تګلاره چې ۷ میاشتې یې پرلپسې ورباندې کار کړی و، اعلان کړه چې پر بنسټ به یې د وسلوالو په وړاندې جګړه لاپراخیږي خو د نورو ځواکونو استول به فلحال وځنډوي.



