طالبانو کندهار کې يوه نظامي قرارګاه نيولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۳): د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ وسله والو طالبانو د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو يوه لويه نظامي قرارګاه او دوه پوستې نيولي دي.

طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی وسله والو تېره شپه د “ويان سيمې” په شيرخان کلي کې د دولتي ځواکونو په ستره پوځي قرارګاه بريدونه وکړل، چې تر ناوخته پورې يې دوام وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د بريدونو په پايله کې ياده قرارګاه او ورسره دوه پوستې د دوی د ځواکونو لاسته ورغلي دي.

طالبان وايي، په دغه بريدونو کې د وژل شويو ۲۳ تنو عسکرو جسدونه لا هم د جګړې په ډګر پاتې دي او لس تنه نور دوی له ځان سره ژوندي نيولي او وړي دي.

دغه راز طالبان ويلي، چې په ياده قرارګاه کې يې تر شل ميله پورې سپکې او درنې وسلې او په زياته اندازه پوځي توکي، مرمۍ او نور مهمات هم نیولي دي.

په عين حال کې د کندهار امنيتي مسئولينو د طالبانو بريدونه تائيد کړي او ويلي يې دي، چې په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو په بريدونو کې څلور سرتيري وژل شوي دي.

چارواکي وايي، په دغه جګړه کې يې د هوايي بريدونو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

خو طالبانو يواځې د دوو طالب وسله والو د وژل کېدو راپور ورکړی دی.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق رسنيو ته ويلي، چې دغه وسله وال د کندهار او هلمند له بېلابېلو ولسوالیو راغلي وو او پلان یې درلود چې خاکرېز، نېش او غورک ولسوالۍ سقوط کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button