د کابل سیاسي نااهلي او د امریکا پر پوځ تکیه!

تبصره

په افغانستان کې چې د څلورو لسیزو راپدېخوا جګړې روانې دي، میلیونونه افغانان شهیدان، معیوب او کډوال شول. د دې به نور لاملونه هم وي، خو ستر لامل یې د افغان چارواکو سیاسی نااهلي ده. په  کوم هېواد کې چی سیاستوال نااهله وي، په هغه هېواد کې هیڅ وخت امن نه شي راتلاى. د هغه هېواد وګړي تل د نورو هېوادونو پوروړي وي او د سیاسي نااهلیو له امله یې د پردۍ جګړې په اور کې خپلې جونګړې سوځي.

افغانستان همغه هیواد دي چې دوه نسله یې په پردۍ جګړه کې را لوی کړل. له جګړې پردي ګټې کوي او تاوانونه یې افغانان ګالي. دا دی اوس چې د موجوده حکومت تګلوری په کومه خوا روان دی، د نااهله سیاستوالو له امله افغانان په ګاونډیانو، سیمه او نړیواله کچه دوست نه لري؛ که یې لرلای، تر دې دمه به په افغانستان کې د افغانانو په وینو د جګړې څرخ نه ګرځېدلای.

په افغانستان کې د جګړې د دوام او د افغان ولس په سیمه او نړیواله کچه کې بې دوسته پاتې کېدل، همدا ثبوت ورکوي چې افغان چارواکي سیاسی نااهله او تل یې د امریکا پر پوځ، چې په افغانستان کې یې جګړه پیل کړې ده، تکیه کړې ده. تر یو نیم لک زیات امریکایي او ناټو پوځونو په اففانستان کې عام ولسي وګړي په ډول ډول پلمو شهیدان کړل، د افغانستان سمه او غر یې په بارودو وسوځاوه؛ خو جګړه یې ونه ګټله. په یو مخ د سولې کمرنګه غږ پورته کوي او په بل مخ د جګړې د دوام لپاره افغانستان ته نور پوځونه رالېږي.

له ۲۰۰۱ز کال راپدېخوا چې امریکا پر افغانستان پوځي یرغل کړی دی، خپل اشغال ته دوام ورکوي. د حکومت مخالف وسله وال طالبان کله دوستان بولي، وایي: موږ ورسره هیڅ ستونزه نه لرو، او کله یې بیا ترهګر یاد کړي. د تېر حکومت مرستیال جوبایډن اعتراف وکړ چې له طالب وسله والو سره موږ کومه ستونزه نه لرو، افغان حکومت دې ورسره مذاکرات وکړي؛ خو دمخه د بش او اوس د ټرمپ په حکومت کې وسله وال طالبان د افغانستان، امریکا او سیمې لپاره خطر بلل کېږي. په کابل کې د امریکا نماینده او د جګړې قوماندان، جان نیکولسن افغانستان ته د نورو پوځونو رالېږلو غوښتنه وکړه، سپینې ماڼۍ او نورو امریکایي نظامي چارواکو د پوځ د زیاتوالي په ټینګار جګړه دوامداره کړې ده.

د افغان چارواکو سیاسي نااهلي دا ده چې تل یې د جګړې په ډګر کې له ناکامۍ وروسته ګاونډیان طالب وسله والو ته په وسلو ورکولو او په کورنیو چارو کې په لاس لرلو تورن کړي دي؛ خو تراوسه پورې یې طالب وسله والو ته د وسلو ورکولو او یوه ګاونډي هېواد ته د لاسوهنې کوم ثبوت وړاندې نه کړای شو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير، رېکس ټېلرسن تېره اونۍ پر روسيې تور پورې کړى و چې طالبانو ته وسلې ورکوي، ویې ویل: روسیه له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي.

د روسیې سفارت د افغانستان د مشرانو جرګې د مشر. فضل هادي مسلمیار څرګندونې راخیستې چې پر روسیې، ایران او پاکستان یې تور پورې کړی. مسلميار ويلي دي: ګاوانډيان په ګډه طالبان وسله وال کوي. مسلمیار تېره ورځ په ننګرهار کې په یوه غونډه کې د روسیې په شمول د ګاونډیانو لاسوهنه تکرار کړه چې په مقابل کې یې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف په مسکو کې د غبرګون په ښودلو سره وویل: د افغان چارواکو سیاسي چلند به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پسې خرابې کړي. همدا لا مل دی چې د حکومت سیاسي نااهلي او د امریکا پر پوځ تکیه دواړه هغه څه دي چې په افغانستان کې یې جګړه دوامداره کړې ده.

موجوده حکومت چې اوس د امريکا په مرستو پایي؛ که لاس ترې واخلي په ګاونډيانو، سيمه او نړۍ کې د نااهله سياستوالو او غلطې پاليسۍ له امله هيڅ اعتبار نه لري چې يوه ورځ به یې لاس تر ځنې کښېنوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button