سږ کال تر ۱۴ لکه زیات مسلمانان د حج په مراسمو کې ګډون کوي

سږ کال د حج د مراسمو ادا کولو لپاره تر ۱۴ لکه زیات مسلمانان سعودي عربستان ته رسېدلي دي.
د العربیه ټلویزیون په خبره، د سعودي عربستان د پاسپورټونو د مدیرت څانګې په یوه رپوټ کې ویلي چې شاوخوا 1,405,924 کسان د حج د مراسمو ادا کولو ته رارسېدلي دي. په رپوټ کې ویل شوي چې 1,313,946 کسان د هوا له لارې، 79,501 د وچې له لارې او 12,477 کسان د بحر له لارې دې هېواد ته رسېدلي دي.

د تېر ۲۰۱۶ز کال په نسبت سږ کال درې نیم لکه زیات حاجیان سعودي ته تللي دي او د تېر په نسبت یې په شمېر کې ۳۳٪ زیاتوالی راغلی دی.



