(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ وږی ۶ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د پکتیا په نا امنه ولسوالۍ جانیخیلو کې اوس افغان عسکرو، وسلوالو طالبانو د تسلیمیدو زړه ښه کړی دی.
د سیمې څخه تازه خبرونه وایي چې تیره ورځ د قوماندان محمدنبي په مشرۍ ۱۰ تنه افغان سرتیري د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.
طالبانو د یاد عسکرو تسلیمیدل تائید کړي او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې ‹‹ دوی ټول د حقائقو په درک کولو او د دعوت اوارشاد کمیسیون د مسئولینو په هلوځلو سره د مزدوري ادارې له ناولو لیکونه رابیل او مجاهدینو ته تسلیم شول››
طالبانو د دوی دا ګام ستایلی دی او نورو ته یې هم توصیه کړې چې که آرام هوسا ژوند غواړي د امریکا په مشرۍ ادارې څخه دې راووزي.
باید وویل شي چې هره ورځ د هیواد په لر اوبر کې لسګونه دولتي سرتیري د طالبانو لیکو ته ورځي چې دې چارې حکومت هم له وارخطایي سره مخ کړی دی.


















