سپنتا: د هېواد سترې پريکړې بهرنيان کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶وږی ۶): د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دورې پر مهال د ملي امنیت سلاکار رنګين دادفتر سپنتا وايي، چې اوسنی حکومت د ولس په غولولو غواړي د خپل واک موده وغځوي او په وينا يې چې د ملي وحدت حکومت واک انحصار کړی دی.

نوموړي ويلي، چې د ګډ حکومت مشروعيت له ډېرو پوښتنو، ننګونو سره مخ دی او په خبره يې چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې بايد اوسنی نظام په سوله ييزه توګه انتقال شي.

ډاکټر سپنتا دغه راز ويلي، چې په حکومت جوړونه کې ډیری پريکړې بايد د هېواد په داخل کې وشي.

د هغه په وینا، چې د افغانستان ډیری مهمې او سترې پريکړې د بهرنيانو په لاس کې دي او هغوی يې کوي.

نوموړی وايي ترهغو چې حکومت له ولس نه جوړ نه شي او خپلواک نه شي، په مهمو پريکړو کې د بهرنيانو اغيز راکم نه شي، نو هيڅکله به په هېواد کې يو خپلواک او ولسواک حکومت رامنځته نه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button